روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا د طالبانو مالی ملاتړی په تور لېست کې شامل کړل

امریکا او عربی متحدانو یې د ایران د سپاه پاسدران د دوو غړیو په ګډون پر ۹ کسانو د طالبانو د ملاتړ په خاطر بندیزونه ولګول.د امریکا د خزانې یا مالیې وزارت ویلی، چې د ایران د سپاه پاسداران پر دوو غړیو محمد ابراهیم اوحدی، چې اصلی نوم یې جلال واحدی دی او اسماعیل رضوی یې بندیز لګولی دی. د امریکا پر وینا دا دوه د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک پوځی افسران دی ،چې د افغانستان پولې ته څېرمه په بیرجند کې مېشت دی او افغان طالبانو ته د وسلو، پیسو، لوژیستیکی او استخباراتی مرستو په برابرولو کې رول لوبوی.قدس د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه ده. د امریکا د خزانې وزارت وایی، چې جلال واحدی سږ کال په هرات کې د طالبانو له قوماندان عبدالله صمد فاروقی سره وکتل او د پوځی او مالی مرستو ژمنه یې ورکړه.د امریکا د خزانې وزارت وایی ،چې د دواړو خواوو ترمنځ هوکړه په بیرجند کې وشوه، چې د هغې پر آساس به د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک د صمد تر قوماندې لاندې کسانو ته مالی او پوځی مرستې ورکوی او په مقابل کې به یې طالبان په هرات کې د افغان دولت پر هغو هدفونو بریدونه کوی چې ایران یې غوښتنه لری.د امریکا د خزانې وزارت وایی، چې اسماعیل رضوی د فراه په شمول د افغانستان په څو نورو ولایتونو کې له طالبانو سره په تماس کې دی.د دې وزارت پر وینا رضوی په ۲۰۱۷ م کال فراه ته لاړ او طالبان یې وهڅول، چې د ایران پولې ته نږدې د افغانستان پر سرحدی سیمو حملې وکړی.د امریکا حکومت همداراز ویلی، چې د ایران له لوری د طالبانو پوځی او مالی ملاتړ د ترورېزم د ملاتړ په برخه کې د ایران د حکومت د ښکاره لاس لرلو یوه بله بېلګه ده.د امریکا د خزانې وزارت په بندیزونو کې ۷ کسان نور هم شامل دی چې افغانان او پاکستانیان دی. د هغوی په ډله کې عبدالله صمد فاروقی او ابراهیم صدر شامل دی. دوی دواړه طالبان دی او د دې ډلې پر ځانمرګی بریدونو څارنه کوی.د امریکا ترڅنګ سعودی عربستان او بحرین هم ویلی ،چې د ایران پر سپاه پاسداران او د هغه د قدس پر قوماندان قاسم سلیمانی بندیز لګولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید