د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست په تازه څرګندونو کې ویلی، متحد ایالتونه د افغانستان له نوی حکومت سره شفافې دیپلوماسۍ ته ادامه ورکوی.وېسټ ټینګار کړی، چې امریکا په افغانستان کې د بشری ناورین د مخنیوی په لټه کې ده او په همدې موخه غواړی، له نوی حکومت سره خپلې شفافې دیپلوماسۍ ته ادامه ورکړی.وېسټ زیاته کړی، چې امریکا په یوه با ثباته او امن افغانستان کې خپلې دایمی ګټې وینی وېسټ همدا راز په اوسلو کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی او وایی خوښ دی چې په دې مذاکراتو کې یې ګډون کړی دی.د امریکا ځانګړی استازی هغه تمه ښودلې چې د افغانانو ترمنځ دغه ډول مذاکرات او بحثونه ادامه پیدا کړی.