روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا د افغانستان د څارلو په موخه په سیمه کې اډې جوړوی

والسټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو په موخه په سیمه کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده.والسټرېټ ژرونال د خپلو باوری سرچینو په حواله لیکلی، امریکا غواړی په افغانستان کې د وضعیت د څارلو، پر طالبانو د فشار راوستلو او افغان حکومت د ملاتړ په موخه خپل سرتېری، الوتکې او ډرون په سیمه کې ځای پر ځای کړی.راپور کې ویل شوی، امریکا غواړی همداسې نظامی اډه ،چې یاد امکانات ولری په تاجکستان یا ازبېکستان کې ولری، خو که دلته شرایط برابر نه شول آن په خلیجی هېوادونو او خپلو نظامی بېړیو کې به هم د سرتېرو ځای پر ځای کولو فکر کوی.ځینې ناتایید شوی راپورونه وایی، امریکا غواړی د تاجکستان یا ازبېکستان تر څنګ په پاکستان کې هم پوځی اډه جوړه کړی، چې ځینو پاکستانی سیاستوالو هم د دې پخلی کړی او ویلی یې دی، چې د پاکستان حکومت هم لېواله دی، چې امریکا دې په دې هېواد کې پوځی اده جوړه کړی.دغه امریکایی رسنۍ وایی: په همدې تړاو زلمی خلیلزاد د سیمې له ګڼو هېوادونو سره خبرې کړې دی ،خو تر دې دمه کومې پایلې ته نه دی رسېدلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید