روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( امریکا دې په افغانستان کې د ماتې غچ د پیسو په کنګل کولو نه اخلی ))

د ټروټ په نامه امریکایی خپرونی خبرداری ورکړی، چې د امریکا د بندیزونو له امله ښایی زرګونه افغانان له ستونزو سره مخ شی.دغې نشریې، په خپله مقاله کې ویلی، د امریکا بندیزونو او دمیلیاردونو ډالرو کنګل کېدو د افغانستان عام وګړی زیانمن کړی دی.په مطلب کې ویل شوی، همدا اوس په افغانستان کې کاروبار ټکنی دی، روغتونونه له سقوط سره مخ دی، ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دی او زرګونه کسان هڅه کوی له دغه هېواده ووځی.په راپور کې راځی له همدې امله دا ویلی شو، چې د امریکا بندیزونه به په افغانستان کې اقتصادی ستونزې پراخې کړی .د یادونې وړ ده، چې دوې ووځی وړاندې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو هم ویلی و، چې د افغانستان اوسنۍ ناورین د امریکا له لاسه دی او دغه هیواد باید پر افغانانو خپل افکار ونه تپی.وانګ یو پر نړیوالو او امریکا غږ کړی و، چې افغانان پرېږدی له خپلو دینی او کلتوری ارزښتونو سره سم خپل حکومت رامنځ ته کړی او بندیزونه پرې لرې کړی.نوموړی ډاډ ورکړی و، چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاس وهنه نه کوی او له نورو هیوادونو هم غواړی، چې خپلې مداخلې بندې او د خپلو افکارو له تپلو او تحمیلولو لاس واخلی.دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونی ګوترېش هم پر امریکا غږ کړی و، چې د افغانستان کنګل کړې زیرمې او پانګې آزادې کړی.

همدارنګه: نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پر امریکا غږ کړی، چې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړی او اجازه دې نه ورکوی چې دلته رامنځ ته شوی بشری ناورین ورځ تر بلې پراخ شی. مطلب کې ویل شوی، په افغانستان کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوی، ژمی ژوند سخت کړی دی، خلک له بېکارۍ او لوږې سره مخ دی.سرچینې خبرداری ورکړی، چې که امریکا پر خپل دریځ ولاړه وی دلته به بشری ناورین لا پراخ شی.ورځپاڼې زیاته کړې، د امریکا له اجازې پرته له افغانستان سره هېڅ هېواد اقتصادی او بنسټیزې مرستې نه کوی، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې خپل دریځ بدل کړی او د ماتې غچ دې په دې ډول کړنو نه اخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید