د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دپاکستان دوه مخی، دروغجن، مکار، تېری کوونکی اوسرغړوونکی هېواد له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ زېږدیزکاله پورې پرافغانستان له یرغلګرو روسانوسره دجګړو پرمهال دمیلیونونوافغانانو دسرو وینو دسېلاوونو دبهیدلو په پایله کې خپله خاوره آباده کړه او دوخت د اشغالګرو اوتېری کوونکو روسانوله اشغاله یې وژغورله،اټومی قدرت یې ترلاسه کړ اودترهګرو ددغه سترملاتړکوونکی هېواد پاکستان له لارې یې تودو اوبو ته دروسانودپرمختګ دمخنیوی لپاره له افغانانوڅخه دیوې ستری وسېلې په توګه کارواخیست اوله امله یې دامریکاپه مشرۍ له لوېدیځې نړۍ اوعربی هېوادونو څخه په میلیاردونو ډالره موستې ترلاسه کړې نو اوس د دومره زیاتو افغانانو دوینو له تویولواودغه راز دامریکاله دومره بې ساریومرستوسره سره له ډېره بده مرغه بیاهم دغه دوه مخى اومکارهېواد پاکستان دخپل دغه پخوانى دښمن روسانوترڅنګ ولاړدى، طالبان اونورترهګریې خپلې ناولې غېږې ته ورنږدې کړی اوپه افغانستان کې خلک پرې وژنی، ښوونځى، سرکونه اونورې عامه مؤسسې پرى ړنګوی او په لوى لاس دافغانستان سرکونه اونورې عامه مؤسسې پرى ړنګوی اوپه لوى لاس دافغانستان دسولې په لاره کې خنډونه پرې اچوى اوخپلو داسې نورو شوموموخو اوناوړو پلانونوته پرې دعمل جامه وراغوندی اوهم په افغانستان کې د امریکا، اروپا اوناتو په ګډون دنړیوالى ټولنې دپوځیانو له شتون سره دزیات مخالفت اودښمنۍ له مخې خپل روزل شوی ګوډ اګی طالبان اونور ترهګر په افغانستان کې دامریکایی پوځیانو اوافغانى ځواکونو اونورو کورنیو اوبهرنیو اتباعو دبې رحمانه اووحشیانه وژلو اوداسې نورو فجیعو عملونو سرته رسولوته هڅوی اولمسوی اوپه دې (۱۹) کلنې اوږدې جګړې کې یې یوازې دامریکا نږدې درې زره پوځیان پرې وژلی اوڅه دپاسه شل زره امریکایی پوځیان یې پرې ټپیان کړی اوتردوترویلیونو (دوه زره میلیاردو) پورې یې مالى زیانونه وراړولی دى. دسیاسى شنونکوله قوله که څه هم دافغان حکومت اوطالبانو ترمنځ سوله وشى، بیابه هم دروسیې په لمسونې اوهڅونې سره دغه دوه مخى او مکار هېواد پاکستان دتېرپه څېر دافغانستان په کورنیو چاروکې خپلو مذبوحانه اوبى شرمانه لاهنوته دوام ورکړی، نوپردې بنسټ امریکا باید یادو واقعیتونوته په کتوسره دخلکودیوې سترې غوښتنې په توګه په افغانستان کې دتلپاتې ، رښتېنې، ېتمنې او سراسری سولې لپاره له ټولو مخکې دپاکستان دروزل شویو طالبانو مشران اودپاکستان تېری کوونکی پنجابی واکمنان په نښه اوداسامه، صدام اوقذافی له برخلیکونوسره دې مخ کړی، نوهله یه دافغانستان، امریکا اوهند په ګډون دسیمې اونړۍ هېوادونه له یوى خوادبشردډبوستراوګډدښمن په توګه دطالبانو اونورو ترهګرو اودهغوی دملاتړ کوونکو اوروزونکو هېوادونو پاکستان اوروسیې له شره وژغورل شی اوله بلې خوا به دامریکاپه مشرۍ نړیوالې ټولنې ته دیو سترسرخوږی په توګه پرافغانستان تیل شویو خونړیواوږدو جګړوته دپاى ټکى کېښودل شی اوله دې لارې به بشری ټولنې ته دسترو او رښتینو خد متونو دسرته رسولو جرګه شی.
شاولی قرار شینوارى