روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا ته په ماتې سره افغانانو په حقیقت کې نړیواله جګړه وګټله

د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وایی: امریکا ته په ماتې ورکولو سره افغانانو په حقیقت کې نړیواله جګړه وګټله.ښاغلی ستانکزی چې د یکشنبې د مرغومی ۵ مه په کابل کې د اسلامی امارت څخه د ولسی ملاتړ په غونده کې وینا کوله و ویل، چې پر افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدینو یرغل او جګړه په اصل کې د افغانانو او نړۍ جګړه وه.د ده پر وینا : په دغه جګړه کې د الله (ج) په نصرت او د افغانانو په غیرت او قربانیو نړۍ په ځانګړی ډول امریکا ماته کړل شوه او په دې ماتې سره افغانانو نړیواله جګړه وګټله،ښاغلی ستانکزی زیاته کړه: که څه هم افغانان غریب دی، بې وزله دی، له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو بیا هم غیرتی دی او هېڅ وخت یې طاغوت او استکباری او استعماری قدرتونو ته سر نه دی ټیټ کړی.نوموړی و ویل: افغانانو د تاریخ په اوږدو کې یرغلګرو او استعمارګرو ته سختې ماتې ورکړې، خو د امریکا او ناټو ماتې د بشر په تاریخ کې ساری نه لری.ده زیاته کړه: (( موږ د پخوانیو په ځانګړی ډول د میرویس خان او احمدشاه په کارنامو ویاړو ،خو کوم تاریخ چې د افغانستان خلکو امریکا او ناټو ته په ماتې ورکولو جوړ کړی د بشر په تاریخ کې یې سارۍ نه درلود، ځکه دا د افغانانو نړیواله جګړه او ویې ګټله.»ده و ویل، چې د افغانانو د جهاد په برکت او قربانیو د منځنۍ آسیا ۱۵ هېوادونه د خپلواکۍ څېښتن شول او که چیرې د افغانانو جهاد نه وای دغه هېوادونه به اوس هم د روسیې تر کنټرول لاندې وو.د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسی مرستیال ښاغلی ستانکزی یو ځل بیا نړۍ، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې که هر څوک د افغانستان پر لور کاږه وګوری، نو افغانان به یې سترګې ترې راوباسی.ښاغلی ستانکزی ټینګار وکړ، چې افغانستان اوس مهال الحمدالله آزاد او مستقل دی او ټول پرېکړې او تصمیمونه په خپله نیسی او هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوی.نوموړی نړیوالو، د سیمې او نورو هېوادونو په ځانګړی ډول امریکا ته خبرداری ورکړ، چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړی، ځکه پر وینا یې افغانانو په تاریخ کې نه د چا قوماندان او امر منلی او نه یې هم اوس منی.د هغه په خبره څوک چې د یرغل او استعمار فکر لری دا فکر دې نه کوی، چې افغانان له جګړې ستړې شوی، بلکې په وینا یې که څوک دا فکر وکړی، افغانان ۴۰ کاله نور هم جګړې ته چمتو دی.له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه:  ښاغلی ستانکزی په ځانګړی ډول د افغانستان په ګاونډیانو، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او نورو هیوادونو غږ وکړ، چې په دې حساس وخت کې په اقتصادی، سیاسی او نورو برخو کې افغانستان ته لاس ورکړی.نوموړی ټینګار وکړ، چې دغه هېوادونه دې د افغانانو پر وړاندې خپلې پولې پرانیزې، د وېزې په برخه کې آسانتیاوې ورته رامنځ ته کړی او په خپلو هیوادونو کې د کار زمینه ورته برابره کړی.داخلی ستونزې او بهرنۍ سیاست:  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال هیواد کې د ننه داخلی ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې په اوس وخت کې اسلامی امارت له دوه لویو ستونزو سره مخ دی، چې یو یې د دښمن په لسمه د ملت وېشل کېدل او بل یې له بهرنۍ نړۍ سره جوړجاړی دی.نوموړی زیاته کړه، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې دښمنانانو د خپلو ګټو لپاره افغانان دومره، په قوم، سمت، مذهب او نورو برخو سره وېشلی، چې یو پر بل باور نه کوی.د ده پر وینا: د شوروی د یرغل پر مهال یې افغانستان پر شمال او جنوب وېشلی و، له هغې وروسته د کورنۍ جګړې پر مهال په پښتون، تاجک، هزار، ازبک او نورو قومونو وېشلی و، چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې دغه درځونه نور هم پراخه کړل شو.ښاغلی ستانکزی وایی: اوس د اسلامی امارت هڅه دا ده، چې ملت سره یو موټی کړی، د حکومت او ملت تر منځ فاصلې او یو پر بل بې باورۍ ختمې کړی او یو پرمختللی، سرلوړی، آزاد او یو موټی افغانستان ولری.ده و ویل : (( دا ملت داسې جوېږی، چې نور تېر په تېره او هېر په هېره شی، موږ نن ټول د اسلام په نامه پېژنو، څوک چې مسلمان دی او په دې خاوره کې اوسېږی، زموږ ورور دی، هر څوک که په هر قوم او مذهب کې دی، د دې حق لری، چې په ټولو برخو کې فعاله ونډه واخلی، نور باید یو بل ته لاس ورکړو او د دښمن د دسیسو ښکار نه شو، که موږ یو موټی شو، افغانستان جوړېږی.))دغه راز ښاغلی ستانکزی ټینګار وکړ، چې افغانان نور باید په ګډه خپلی داخلی ستونزې حل کړی او هغه بې باورۍ چې په تېرو ۲۰ کلونو کې رامنځ ته شوې باید له منځه یوسی.د ده پر وینا: اسلامی امارت د تېر نظام ډېری هغه کسان چې له هېواه وتلی بېرته راغوښتی، چې هېواد ته راشی او په جوړلو کې یې برخه واخلی، خو په خبره یې هغوی بې باوره دی.ستانکزی ټینګار وکړ، چې دغه بې باورۍ باید نورې ختمې کړای شی او هېڅوک دې هم له هېواده نه وځی، بلکې سره یو موټی دې شی او د هیواد د پرمختګ لپاره دې کار وکړی.نوموړی زیاته کړه، چې د اسلامی امارت پر وړاندې بله ستونزه د نړۍ سره جوړجاړی او سازش دی ځکه پر وینا یې نړۍ په تېره غرب هغه څه غواړی، چې د افغانانو د دود او دستور خلاف دی.

هغه د بېلګې په ډول په هرات کې د څو انسان تښتونکو د په دار کولو پېښې ته اشارې و ویل، چې سلګونه مسجونه د نړیوالو له خوا ورته وشول، چې دا د بشری حقونو خلاف عمل دی.
ښاغلی ستانزی ټینګار وکړ، چې دوی له نړۍ په ځانګړی ډول له غرب سره جوړجاړی غواړی، خو داسې جوجاړی نه ،چې د افغانستان ملی ګټو، اسلامی ارزښتونو او ملی دودونو ته په کې زیان وی.
همدارنګه ښاغلی ستانکزی و ویل، چې په اوس وخت کې غربیانو په ځانګړی ډول امریکا د ښځو د حقونو په اړه ډنډورې پیل کړې، خو پر وینا یې هېڅ ستونزه نشته ،بلکې اسلامی امارت د شرعیت او ملی ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولو حقونو ورکړې ته چمتو دی.ده و ویل، چې ښځې د تعلیم، کار او نورو برخو کې د فعالیت حق لری او اسلامی امارت هڅه کوی، چې د شرعیت او ملی دودونو په چوکاټ کې ورته زمینه برابره کړی.ښاغلی ستانکزی ډاډ ورکړ، چې د تخنیکی ستونزو په حل سره به ډېر ژر په هېواد کې د ښځو او هلکانو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې او خپلې زده کړې به پیل کړی.خو په ټینګار سره یې و ویل، چې اسلامی امارت اجازه نه ورکوی، چې د غرب په څېر تعلیم وکړی، بلکې یو چوکاټ به ورته جوړوی.هغه یو ځل بیا د هېواد پر ځوانانو غږ وکړ، چې له هېواده تېښته ونه کړی، بلکې د اقتصادی ستونزو پر وړاندې لږ حوصله وکړی او په خپلو مټو خپل هېواد جوړ کړی.د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال دا هم و ویل، چې دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په دې کار کوی، چې تعلیم مرکزونه ژر بېرته فعال کړی.د هغه په وینا اسلامی امارت مسوولین د مخکنیو چارواکو په شان دروغ نه وایی، څه چې ولس ته ژمنه ورکوی، پر هغې عمل کوی.ښاغلی ستانکزی زیاته کړه، چې په افغانستان کې نوره جګړه پای ته رسېدلې او که چېرته کومه ستونزه پیدا کېږی حکومت یې پر وړاندې سموول دی.ده پر ولس غږ وکړ، چې نور د مذهب، قوم، سمت او نورو نومونو باندې جګړو ته اجازه ورنه کړی، بلکې یو موټی شی او خپل هېواد په خپله جوړ کړی.د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال د خپلو خبرو په پای خبرداری ورکړ، چې څوک د ملی ګټو خلاف وی، هغه د افغانانو او اسلامی امارت دښمن دی او پر وړاندې به یې په جدیت سره درېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید