روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا بېوزله هېوادونو ته د کرونا واکسین د استولو لړۍ‎ پیل کړه

د امریکا متحدو ایالتونو د نړۍ د کمزوری اقتصاد لرونکو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین د ۵۰۰ میلیونه ډوزه د استولو لړۍ‎ پیل کړه.په دې کې د فایزر او بایو این ټیک واکسینونه شامل دی ،چې سلو هېوادونو ته استول کېږی.

دا مرسته ولسمشر جو بایډن وړمه ورځ اعلام کړه او ویې ویل: متحدو ایالتونو لا مخکې ۶۵ هېوادونو ته د دې واکسین د ۱۱۰ میلیونه ستنو مرسته استولې ده.ملګرو ملتونو وېیلی، چې د کرونا ضد واکسین دا کچه د هغې مرستې پرتله لوړه ده چې د روسیې او چین په ګډون ۲۴ نورو هېوادونو په ګډه کړې ده.ولسمشر بایډن ووېیل: متحدو ایالتونه به د دې ۵۰۰ میلیونه ډوزو په ګډون بېوزلو هېوادونو ته د دې واکسین سلګونه میلیونه نورې وړیا ستنې هم ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید