روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا به د نړیوال ستراتیژیک متحد په توګه دافغان حکومت ترڅنګ ولاړ وی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د امریکا متحدوایالتونو د پوځ د مرکزی قوماندانۍ قوماندان جوزف ووټل پرون مازدیګر په ارګ کې خپل حضور ته ومانه. په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې د بین الافغانی مذاکراتو، د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تجهیز او لا پیاوړتیا، په امنیتی او دفاعی بنسټونو کې د اصلاحاتو بهیر، تروریزم سره د ګډې مبارزې او د جنوبی آسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ د اغېزو په اړه خبرې وکړې.جنرال ووټل، جمهور رییس او د افغانستان خلکو ته د کندهار د تروریستی پېښې په اړه د غمشریکۍ ترڅنګ د ولسی جرګې ټاکنو د بریالی ترسره کېدو مبارکی وویله او د ټاکنو د امنیت د ښه تامین په برخه کې یې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو هلې ځلې وستایلې او جمهور رییس ته یې ډاډ ورکړچې د امریکا دولت به د نړیوال ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان دولت او خلکو سره پاتې شی.جمهور رییس غنی د جنرال ووټل د غمشریکۍ او ملاتړ قدردانی وکړه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې یې د امریکا متحدو ایالتونو همکارۍ وستایلې.جمهوررییس زیاته کړه، د سولې لپاره په ملی، منطقوی، بین المللی او د اسلامی هېوادونو په کچه اجماع رامنځته شوې ده او موږ د هر هغه اقدام چې په افغانستان کې دبین الافغانی مذاکراتو د پیل او د باعزته او تلپاتې سولې لامل شی، هرکلى کوو.

ممکن است شما دوست داشته باشید