روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا به د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړه وی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی (( د اسىا زړه – استانبول پروسه )) اتم کنفرانس په څنډه کې پرون ماسخوتن د سوىلی او مرکزی اسىا په چارو کې د امرىکا  د متحدو اىالتونو د بهرنىو چارو وزارت  له مرستىالې مېرمن الېس وېلز سره وکتل.په ې کتنه کې دواړو لورىو د سولې پروسې، سىمه ىىز اتصال او همکارىو په اړه بحث او خبرې وکړې.جمهوررییس غنی د سولې اووه ماده ىىز پلان ته په اشارې ووىل، سوله د حکومت مهم لومړىتوب او د افغانانو اساسی غوښتنه ده. هغه زىاته کړه، موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې ىوو چې پاىله ىې په واقعی مانا د جنګ پاى ته رسېدل او تلپاتې سوله وی.

مېرمن الېس وېلز د سولې لپاره د جمهوررییس غنی د سولې د پلان او هلو ځلو قدردانی وکړه او وې وىل، د امرىکا متحد اىالتونه د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ  ولاړ دی او په دې برخه کې هر ډول همکارىو ته چمتو دی.جمهوررییس غنی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والی او د سىمه ىىز اتصال او همکارىو د هڅونې په برخه کې د امرىکا متحدو د اىالتونو رول ارزښتناک وباله. هغه زىاته کړه، افغانستان د سىمې د څلور لارې په توګه په سىمه ىىز اتصال او همکارىو کې د پاکستان په ګډون د سىمې د ټولو هېوادونو د فعال ګډون غوښتونکى دى.جمهوررییس غنی په ټىنګار سره ووىل، د حکومتولۍ د ښه والی په برخه کې د ولسوالىو په انکشاف او اړوندو مساىلو تمرکز زىاتېږی او د افغانستان د خلکو د اقتصاد  د ښه والی لپاره به اقتصادی برنامې په افغانی محصولاتو او صادراتو لا متمرکزې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید