روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا به د افغان ځواکونو روزنې ته په بل هېواد کې دوام ورکړی

د امریکا لوی درستیز وایی: له افغانستانه د خپلو ځواکونو له اېستلو وروسته ښایی په یوه بل هېواد کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو روزنې ته دوام ورکړی.د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک مېلی په پنټاګون کې غونډې ته ویلی، چې دا د څو نورو انتخابونو په منځ کې یو انتخاب دی.ده همداراز وویل: امریکا تراوسه د افغان هوایی ځواک د ملاتړ د دوام پلان جوړ کړی نه دی.افغان هوایی ځواک د ترمیم او روزنې په برخو کې لا هم تر ډېره په امریکا متکی دی.د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز وویل: امریکا به ځینې مرستې له بهره کوی، خو ځینې چارې باید افغانانو ته وسپارل شی ،چې دوی یې په خپله وکړی.اسوشیتید پریس خبری اژانس وایی، دا له کله چې ولسمشر بایډن د جنورۍ په نیمایی کې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر او لوی درستیز لومړنۍ ګډه خبری غونډه وه.ولسمشر جو بایډن د تېرې میاشتې په نیمایی کې اعلام وکړ چې ټول امریکایی پوځیان به د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسی.د بایډن له اعلانه وروسته د ناټو نورو غړیو هم اعلان وکړ چې خپل پوځیان تر دې هم مخکې باسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید