د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وایی: امریکا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پلان شویو بینالافغانی خبرو پر لغوه کېدو خواشینى شوى. مایک پامپیو د شنبې په ورځ له ولسمشر محمد اشرف غنی سره د سولې د پروسې او نورو موضوعاتو په اړه تلېفونی خبرې کړې دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلی، چې پامپیو د طالبانو لهخوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلام وغانده او څرګندهیې کړه، چې د سولې پر یوې هر اړخیزې موافقې د سلا کېدو لپاره له افغانانو سره د امریکا پیوستون به روان کړاو او ویجاړی پاى ته ورسوی.ټاکل شوې وه، چې د افغان دولت ٢۵٠ کسیز پلاوى د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره وګوری، خو دغه غونډه لغوه شوه.حکومت د پنجشنبې ناوخته وویل: دغه غونډه د قطر لهخوا لغوه شوه، علتیې د افغان حکومت له فهرست سره د قطر مخالفت ګڼل شوى.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوی ،چې مایک پامپیو او ولسمشر غنی ومنله چې د دوحې کنفرانس د سولې د پرمختګ لپاره مهم فرصت دى.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټول اړخونه هڅولی چې له موقع په استفاده د کنفرانس د برخهوالو پر سر تفاهم وکړی، چې ډېر ژر په قطر کې دغسې یو ټول شموله افغانی دیالوګ ترسره شی.