روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا: ایران دې بېرته د اټومی مذاکراتو برخه شی

امریکا له ایرانه غوښتی ،چې بېرته دې د اټومی مذاکراتو برخه شی. دا مذاکرات د ایران او نړۍ د قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵میلادی کال د اټومی موافقې د ژغورلو په اړه شوی.امریکا په ۲۰۱۸میلادی کال کې له ایران سره له اټومی موافقې ووته او پر دې هېواد یې نوی بندیزونه ولګول.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په غونډه کې د پنجشنبې په ورځ ووېیل: ((موږ ایران ته هیله کوو چې ژر دې مذاکراتو ته ستون شی.))د ایران نوی ولسمشر ابراهیم رییسی د خپلې لوړې په مراسمو کې ووېیل، چې پر ایران بندیزونه باید لرې شی او دې هدف ته د رسېدو لپاره د هر ډول دپلوماتیک پلان ملاتړ کوی.په ویانا کې تر شپږ ځلی غونډو وروسته لا د ایران اټومی مذاکرات بې نتیجې پاتې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید