روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا او پولنډ د منځنی ختیځ په اړه نړیوال کنفرانس جوړوی

امریکا او پولنډ په پام کې لری چې راتلونکې میاشت د منځنی ختیځ په اړه نړیوال کنفرانس جوړ کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل: امریکا او پولنډ به راتلونکې میاشت د منځنی ختیځ په اړه نړیوال کنفرانس جوړ کړی چې په کې به پر ایران د فشارونو د راوستلو لارې چارې ولټول شی.پامپیو وړمه ورځ مصر ته په سفر کې د دغه کنفرانس د جوړولو اعلام وکړ.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځنی ختیځ د هېوادونو د ډاډمنولو په هدف دا سفر کړى.

ممکن است شما دوست داشته باشید