د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو زیر ډېر ژر هند ته ولاړ شی او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه جدی خبرې وکړی.د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې له امریکایی چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړی.ښاغلی شنکر زیاته کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن به نن د (چهارشنبه)) ډهلی ته ورورسېږی او له هند چارواکو سره به وګوری.نوموړی زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږی.دی وایی: افغانستان د دې لیدنې د بحث مهمه موضوع ده او هند هڅه کوی په جدی توګه د افغانستان په اړه له امریکا سره خبرې وکړی.د یادونې وړ ده، چې هند په وار وار افغانستان کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او نړیوالو ته په کار ده چې دد غه جګړې په ختمولو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړی.په ورته وخت کې امریکایی رسنیو هم وېیلی، چې جنوبی آسیا او افغانستان د هند او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د بحث مهم موضوعات دی.