روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا او جرمنی له هلوکاسته د انکار پر ضد ګډه مبارزه کوی

د امریکا متحده ایالتونه او جرمنی د هلوکاست نه د انکار او د یهودیت ضد افکارو پر وړاندې همکاری کوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن پر وینا دا کار د دې سبب کېږی چې((اوسنی او راتلونکی نسلونه د هلوکاست په اړه پوه شی او ترې سمه زده کړه وکړی.))د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په برلین کې په اروپا کې د وژل شویو یهودانو په یادګاری څلې کې ووېیل، چې له هلوکاست نه انکار او د یهودیت سره ضدیت د هم جنسبازانو، د پردیو نه د کرکې، نژادپالنې او د تبعیض د نورو ډولونو څخه د کرکې سره یوځای په مخ ځی.ښاغلی بلینکن ووېیل: (( په همدې خاطر موږ بابد د هلوکاست د تاریخ د ژوندی کولو لپاره، نه یواځې د تیر وخت د درک په خاطر بلکې د نننی [نسل] د لارښونې او زموږ د راتلونکې د ټاکلو لپاره د نوښت لارې چارې ومومو.))د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د هغه جرمنی سیال هایکو ماس په دې هکله د همکارۍ سند لاس لیک کړ. ښاغلی بلینکن ووېیل، چې د امریکا او جرمنی حکومتونه به د هلوکاست نه د انکار او یا د هغه د تحریف کولو پر وړاندې د مقابلې او په دې هکله د زیاتې زده کړې لپاره په ګډه کار وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید