روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا او افغانستان په سریلانکا کې وروستۍ چاودنې وغندلې

د امریکا متحدو ایالتونو او ګڼو نورو هېوادونو په سریلانکا کې چاودنې وغندلې.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ټویټر کې لیکلی، چې امریکا د عیسویانو د اختر یا ایستر د جشن پر مهال په سریلانکا کې د یکشنبې ورځې بریدونه په کلکو ټکو غندی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په اعلامیه کې په سریلانکا کې دغه چاودنې غندلی او له قربانیانو سره‌یې خواخوږی ښوولې ده.د سریلانکا د پلازمېنې کولمبو د ځینو هوټلونو او کلیساګانو په شمول په ځینو سیمو کې څو تنظیم شوې چاودنې وشوې چې په‌کې لږ تر لږه ۲۹۰ کسان ووژل شول او شااوخوا ۴۵٠ کسان نور ټپیان شول.وړم سهار د شپږو چاودنو راپور ورکړل شوى ،چې دوه چاودنې بیا وروسته وشوې.د سریلانکا دفاع وزیر رووان ویجی واردینا دا بمی چاودنې د مذهبی افراطیانو ترورېستی حمله وبلله.دفاع وزیر وایی، داسې ګومان کېږی چې ډېرې چاودنې به ځانمرګی بریدونه وی.پولیس وایی، ١٣ مشکوک کسان نیول شوی دی.د دغو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه‌دى منلى.په سریلانکا کې دا له کورنۍ جګړې وروسته چې ۱۰ کاله مخکې پاى ته ورسېده تر ټولو خونړی بریدونه بلل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید