روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا افغان ځواکونو ته ۷ بلک هاک هلیکوپترې ورکوی

د ولسمشرغنی د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب وایی، چې امریکا به راتلونکې اوونۍ اووه بلک هاک چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړی.نوموړی پرون په کابل کې غونډې ته وېیلی، چې طالبانو نا اعلان شوې جګړه پیل کړې او په خبره یې دغه ډله پر سوله او دیپلوماسی باور نه لری.نوموړی زیاته کړې ،چې افغانان د خپلو خلکو دفاع ته چمتو دی او که چېرته طالبان دا فکر کوی چې خلک به ورته تسلیم شی، نو ستره تېروتنه کوی.هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ،چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نیولې دی.دی زیاتوی ،چې په افغانستان کې یو شمېر ترهګری کړۍ فعالیتونه لری ،چې ګاونډی هېوادونه ورڅخه اندېښنه لری ،خو دا چې یادې ډلې کومې دی نوموړی په اړه ډېر جزیات ورنه کړل.بلخوا طالبانو په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید