د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا په ویډرو وېلسن انستیتیوت کې د جنوبی آسیا د مسایلو شنونکی مایکل کوګلمن وایی: له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته نړیوالو طالبانو ته ځانګړی اعتبار ورکړی و، چې په وروستیو کې یې د جګړې په ډېرولو او بې مخینې تاوتریخوالی بېرته هغه اعتبار بایللی دی.د ده په خبره طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه، خو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوی، چې دې مسئلې نړیوالو ته ګڼې پوښتنې پیدا کړې دی.نوموړی له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلی، چې که جوبایډن واک ته رسېږی یا ټرمپ ،نو دوی به له افغانستان خپل سرتېری وباسی ،ځکه امریکایی وګړی نور په پردیو هېوادونو کې د جګړو غوښتونکی نه دی.نوموړی زیاته کړې ، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به هم اړ وی چې د ولس غوښتنې ته درناوی وکړی.امریکایی شنونکی داسې مهال دا څرګندونې کوی ،چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغانی مذاکرات دوام لری ،خو په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږی او وضعیت یې کړکېچن کړی دی.