روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکایان: دیموکراسی به له کړنګونو ګوزار شی

دیموکراسی یوازې شعار نه دی، بلکې سیاستوال یې باید په عمل کې ثابته کړی او شته مسئلې حل کړی. سی ان ان په یوه راپور کې د سروې ارقام خپاره کړی او ویلی یې دی ،چې ۵۵ سلنه ډیموکراټان او ۵۳ سلنه جمهوری غوښتونکی پر دې باور دی ،چې په راتلونکې کې دیموکراسی له منځه تللې ښکاری. په همدې حال کې یو شمېر نور بیا چې هېڅ سیاسی تړاو له چا سره نه لری هغوی هم ورته باور لری او یوازې ۲۵ سلنه امریکایان د دیموکراسۍناکامېدل له امکانه لرې بولی. راپور کاږی چې دیموکراسی د له منځه تللو نښې نښانې له دې ځایه هم څرګندېږی ،چې خلک وایی، کله چې امریکایی سیاستوال په خپلې دیموکراسۍ کې د کرونا وبا مخه نه شی نیولی، د پیسو پړسوب نه شی حل کولی، د ډزو پېښې نه شی کنټرولولی او د خلکو غوښتنو ته ځواب نه شی ویلی، نو بیا داسې ډیموکراسۍ ته څه اړتیا ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید