د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
امرىکایی چارواکی وایی: د افغانستان او سىمې لپاره د خپلې ستراتىژۍ له اعلام ىو کال وروسته دغه ستراتىژی ارزوی، چې په پاىله کې به دا ډاګیزه شی چې په کومو برخو کې ډېر کار او زىار ته اړتىا ده.د امرىکا د مرکزی قوماندانۍ مشر جنرال جوزىف ووټل په واشنګټن کې خبرىالانو ته ووىل د نوې ستراتىژۍ په رڼا کې پرمختګ شوى او په ټول کې دا ستراتىژی برىالۍ ده.(( ډېر څه پر سم لوری روان دی، خو ځىنې داسې برخې هم شته چې زموږ له تمې سره سم چټک پرمختګ په کې نه دى شوى، موږ به پر همدې برخو تمرکز وکړو. زما له نظره د ستراتىژۍ په رڼا کې پرمختګ شوى او په ټوله کې لوى بدلون ته اړتىا نشته.))جنرال ووټل وایی: په تېر اختر کې رامنځته شوی اوربند او د افغان ولسمشر له خوا طالبانو ته د بې قىد او شرط خبرو وړاندىز په رڼا کې بېسارى فرصت رامنځ ته شوى.نوموړی د افغانستان په برخه کې د پاکستان پر رول هم ټىنګار وکړ او وىې وىل ،چې د پاکستان له خوا د مرستې نښې لىدل شوې، خو لا هم ډېر څه ته اړتىا ده چې دغه هېواد ىې باىد په افغانستان کې دامن او ټىکاو لپاره وکړی.د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوځی برخه او د سولې په تړاو روانو خبرو کې پرمختګ شوى، خو اړتىا ده چې پاکستان پر طالبانو او حقانې شبکې چې د دوى په خاوره کې مېشت دی فشار ته دوام ورکړی.د نوموړی په آند، اسلام آباد له څو لارو دا کار کولى شی:(( ىو دا چې هغوى ونىسی، له خپلې خاورې ىې وباسی او د سولې خبرو او له شته فرصتونو ګټې پورته کولو ته ىې حاضر کړی))له اوږده انتظار وروسته د تېر کال په اګست مىاشت کې د امرىکا ولسمشر د افغانستان او سوىلی آسىا لپاره خپله ستراتىژی په ډاګه کړه.امرىکا د دې ستراتىژۍ له مخې، افغانستان ته نور پوځىان واستول ، په افغانستان کې مېشتو امرىکایی سرتېرو ته زىات واک ورکړل شو او له افغان ځواکونو هوایی ملاتړ هم پراخ شو.پر دې ستراتىژۍ ىوه نىوکه دا ده چې ډېر پام پوځی برخې ته شوى او د خبرو له لارې د ىوه جوړ جاړی ته پام نه دى شوى.خو امرىکاِیی چارواکو د افغان حکومت له خوا له طالبانو سره د سولې د وړاندىز ملاتړ کړى او له طالبانو سره ىې د افغان پلاوی په موجودىت کې د مخامخ خبرو امکان هم نه دى رد کړى.