روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

الکترونیکی تذکرې شفافیت را منځ ته کوی

دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړی ښاغلی سرمحقق محمدعلم (( اسحق  زی)) دهېواد ورځپاڼې دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې د الکترونیکی پېژندپاڼو(( تذکرو)) دوېشلو بهیر څنګه ارزوئ؟داسې وویل: په ټاکنو کې دالکترونیکی پېژندپاڼو لرل یو مهم اصل  دى او دوېشلو بهیریې پیل شوى دى.دهېواد په ولسوالیو او نورو سیمو کې دالکترونیکی پېژندپاڼو څانګې باید پرانیستل شی اوددې ترڅنګ دبایمتریک سیستم هم باید فعالشی، چې ټول هېوادوال دیوه واحد انترنتی سیستم ترپوښښ لاندې رواستل شی، دهرچا هویت ، قوم ، سیمه او مذهب باید څرګند شی اوهمداسې ټولې هغه نښې چې د پېژندپاڼو اخیستونکی په کې لیدل کېږی  هغه دې هم په پېژندپاڼو کې ددرغلیو او سرغړونو دمخنیوی لپاره ثبت شی. زماله انده د پېژندپاڼو د وېشلو بهیر څوګټې لری، چې یوه ګټه یې داقتصاد دپرمختګ لپاره یوه ښه اودقیقه احصائیه  برابروی، که چېرې موږ اقتصادی پروګرام مطرح کړو، ددغه کار د سرته رسولو لپاره د دقیقی احصائیې لرل یو  اساسی  رکن دى.

که چېرې  په ټولنه کې دقیقه او  د ډاډ وړ احصائیه  شتون ونه لری ، هېڅکله پرمختګ نه شی کولى سربېره پر دې، هغه کسان چې د اجنبی په شکل په یو اوبل نامه زموږ هېواد ته  راځی هغوى ته د افغانستان په خاوره کې دځان وژونکو اونورو ویجاړوونکو عملونو دسرته رسولو زمینه برابرېږی. که چېرې دغه کسان  راځی هویت یې باید څرګند وی  اوپېژندپاڼه به ورسره نه وی.دوى ژر پیژندل کېږی  دیوچا چې هویت څرګند نه وی هغه
ته په کوم اساس  پېژندپاڼه ورکول کېداى  شی؟ په داسې حالاتو کې دهېواد امنیتى ارګانونه ددوست
اوبېګانه ترمنځ توپیرکولى شی.

اوس موږ متوجه کېږو چې الکترونیکی پېژندپاڼې په ټولنه کې څومره ارزښت لری.

ده څرګنده کړه: زما غوښتنه له حکومت څخه داده ، چې له هرڅه دمخه دالکترونیکی پېژندپاڼو د وېشلو بهر چټک شی، دا کاربه زموږ پراقتصاد او ټولنیزې پرمختیا مثبته اغېزه وکړی.

ښاغلی (( اسحق زی)) ددې پوښتنې په ځواب کې چې په الکترونیکی پېژندپاڼه کې دیوکس هویت باید په بشپړډول څرګند وی ، ځکه دا کار د پرمختګ له پړاو سره مرسته کوی ، خو ځینې کسان  په پېژندپاڼه کې دیوه افغان له بشپړهویت سره مخالفت کوی، دابهیر څنګه دى؟ داسې جوته کړه: څوک چې دافغانستان اساسی قانون او همداسې نور نافذ قوانین اومقررات منی او قانون ته  درناوى لریاو هرڅوک چې په افغانستان کې ژوند کوی  هغه ته افغان ویل کېږی، د افغان یوازې په یوه قوم پورې تړاونه لری،  بلکې په ټولو قومونو پورې تړاو لری. زموږ خاوره  دافغان کلمې له برکته  په نړیواله کچه پېژندل شوې ده او  څوک چې په دغې خاوره او ملک کې ژوند کوی هغه ټول افغانان دی. دافغان کلمه په کوم ځانګړې قوم پورې تړاونه  لری ،هېڅوک نه شى کولى دغه کلمه په خپل قوم پورې وتړی. دافغان کلمه که دتاریخ په اوږدوکې  وڅېړل شی، دا کلمه د توریالیو ،  اتلانو ،مهریانو ،خواخوږو او  زړه ورو خلکو ټاټوبى و ددغې کلمې د روښانه کولو لپاره که د چینی راهبانو او یونانیانو چې پخوا افغانستان ته راغلى وو کارنامې وڅېړو زموږ خاورې ته یې د افغانانو سیمه ویلې وه ، هغه مهال چې د افغانستان کلمه منځ ته راغله یوازې په یوه قوم پورې یې تړاونه درلود، داکلمه ددغې سیمې ټولو وګړو ته اطلاق کېده، چې نړیوالو او پېښلیکونکو دا خاوره د افغان خاورې په نامه په خپلو آثارو کې ذکر کړې  ده. په ۱۷۴۷  زېږدیز کال  کې زموږ خاوره دافغان  خاورې په نامه ونومول شوه ، نو  بیاهم وایم،  چې دغه کلمه له یوه قوم څخه استازیتوب نه  کوی، دا یوه واحده خاوره ده ،چې  تاجکان، پښتانه، ازبکان،  ایماق، بلوڅان ، ترکمنان ، نورستانیان ،هزاره ګان ، پشه یان او نور… په کې ژوند کوی. ټول قومونه د افغانستان او سېدونکی دی او  دافغانانو په نامه یادېږی، خو هغه کسان چې نن په یو اوبل ډول  غواړی  دخلکو په منځ کې تفرقه واچوی، دادهغوى خپل نظردى. اوس چې موږ نورستان، پنجشیر، بدخشان، فاریاب اوجوزجان ته  لاړ شو  او له خلکو سره کښېنو ټول ځان یو واحد ملت بولی، نو  دالکترونیکی پېژندپاڼو وېشل اوپه هغو کې  دبشپړ هویتذکرکول دپرمختګ پرلور یومثبت ګام دى.

 نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید