روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اقتصاد پوهان: د اقتصادی وضعیت د کنټرول لپاره دې کوچنۍ او سترې پروژې پلې شی

د اقتصادی چارو یو شمېر پوهان وایی: په هیواد کې  د روان اقتصادی ناورین د مخنیوی لپاره باید اسلامی امارت له نړیوالو سره تعامل وکړی او ترڅنګ یې په کوچنیو او سترو پروژو کار پیل کړی.

دوی وایی: کوچنۍ پروژې د لنډ مهال لپاره د خلکو ستونزې حلولای شی،خو د اوږد مهال لپاره بیا هغو پروژو ته اړتیا ده،چې افغانستان د پردیو له احتیاج وژغوری.

اقتصاد پوه جبار ساپی وایی: (( له اقتصادی پلانه بله لاره نه شته. په اقتصادی پلان کې ترانسپورت دی،چې اوس ورباندې کار کېږی، د ټاپی پروژه ده، کاسا زر، د رېل سړک دی،چې ازبکستان غواړی،چې خپل ریل له پاکستان سره وصل کړی. د افغانستان له ترانزیټه کار واخلی. دغه مسئلې د دې لامل کېږی،چې په افغانستان کې بنیادی بدلون راشی، خو دا اوږدمهاله دی.))

اقتصاد پوه سلیمان احمدزی وایی: (( د افغانستان له اسلامی امارت مو غوښتنه دا ده،چې له نړیوالو سره تعامل وکړی. لنډمهاله او اوږدمهاله پروژې په کار واچوی،چې ورسره به له یوې خوا د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره شی او له بلې خوا به له فقر او بدبختیو خلاص شو.))

بل خوا اسلامی امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی بیا وایی: د هیواد اقتصادی حالت د پرمختګ پر لور روان دی او له کورنیو عوایدو بودجه په چمتو کېدو ده،چې اوږدمهاله پروژې پرې پیل شی.

سمنګانی  زیاته کړه: (( زموږ بودجه د لومړی ځل لپاره له کورنیو عوایدو ترلاسه کېږی. اقصاد مو د ښه والی پر لور روان دی. د لویو پروژو لکه د قوش تیپې کانال او سرپل د نفتو کانونو چارې له کورنیو عواید پر مخ وړل کېږی. یو لړ ستونزې شته چې لامل یې نړیوال بندیزونه دی.))

په افغانستان کې د اقتصادی ناورین اندېښنې وروسته له هغې زیاتېږی،چې نړیوال بانک هم په خپل راپور کې ویلی، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په وروستیو کې د افغانستان سرانه عاید له درېیمې، یوې برخې ته راټیټ شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید