روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اقتصادی کمېسیون په بېلابېلو برخو کې لازمې  پرېکړې وکړی

د ریاست‌الوزراء د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په مشرۍ اقتصادی کمېسیون د کانونو او پترولیم وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، ښارجوړونې وزارت او د ریاست‌الوزراء اقتصادی معاونیت د استازی په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله څو د مس عینک کان د استخراج په اړه له MCC چینایی کمپنۍ سره د شوی قرارداد تخنیکی اړخونه په پوره جزئیاتو سره تحلیل او یاد کمېسیون ته دې خپل راپور وړاندې کړی. د اقتصادی کمېسیون په یاده نوبتی غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته د افغانستان برېښنا شرکت ته اجازه ورکړل شوه، څو له قراردادی شرکتونو سره د برېښنا شرکت د غیر اختیاری پروژو شوی قراردادونه فسخه، تجهیزات دې ترې تسلیم او پوره حفاظت یې دې وکړل شی.

یاد کمېسیون همدارنګه د ((ابونصر فراهی)) سوداګریز بندر د نړیوال کېدو په موخه کرنې وزارت، د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سټنډرډ ملی ادارې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د یادې موضوع په اړه تخنیکی بحثونه او څېړنې ترسره او راپور یې دې اقتصادی کمېسیون ته وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید