روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اقتصادی کمېسیون: د افغانستان برېښنا شرکت دې د چک برېښنا بند د پاتې کارونو په اړه سروې و کړی

د ریاست‌الوزراء د مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په مشرۍ اقتصادی کمېسیون له مالیې وزارت، ښارجوړونې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ څخه یوې ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د ښارجوړونې وزارت له تشکېل څخه د کرنې وزارت تشکېل ته د اراضی ریاست د انتقال پروسه بشپړه کړی. د یادولو وړ ده چې د اراضی ریاست د امیرالمؤمنین شیخ هِبه‌الله اخوندزاده د ځانګړی حکم پر اساس له ښارجوړونې وزارت  څخه بېل او د کرنې وزارت تشکېل ته ور زیات شوی دی. دغه کمېسیون همدارنګه  (( د افغانستان برېښنا شرکت)) ته دنده وسپارله، څو د وردګو ((د چک برښنا بند)) د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د یاد کمېسیون راتلونکی مجلس ته وړاندې کړی. د چک برېښنا بند درې توربینه لری ،چې په بیا فعالېدو سره به د «۳٫۹» مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولری. اقتصادی کمېسیون همدارنګه خپله هغه پرېکړه د تطبیق وړ وبلله، چې له مخې به یې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې ((رنګه داغمه فلزات)) له سوداګرو د بازار ورځنی قېمت ته په کتو له هغوی اخلی او په هېڅ وجه به دغه خام مواد بهر ته نه انتقالېږی. یاد کمېسیون د اقتصاد وزارت په مشرۍ؛ د مالیې وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله څو په صنعتی پارکونو کې د صنعتکارانو د ځمکو د ستونزو د حل په اړه هم عملی اقدام وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید