روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اقتصادی بیا رغونه او سمسورتیا د افغان نوی نظام لومړیتوب دی

 په افغانستان کې مهمه موجوده ستونزه مالی او اقتصادی ستونزه ده، د دې اړتیا ده، چې د دغو ستونزو د حل لپاره پر کورنیو منابعو زیات تمرکز وشی ،چې مالی او اقتصادی ثبات رامنځته شی.

په هغو بدلونونو سره چې د تېرکال د زمری میاشت کې په هېواد کې رامنځته شول د افغانستان خلک بریالی شول، چې سولې او امنیت ته ورسېږی خو له  زیاتو اقتصادی او مالی ستونزو سره مخ شول، د دغو ستونزو دلیلونه هم روښانه دی ،چې زیاتره د امریکا، لوېدیځو هېوادونو او د هغو نړیوالو بنسټونو په کړو وړو  پورې تړلی دی، چې له امریکا او لوېدیځ څخه لارښوونه اخلی.

یو شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره هلې ځلې وکړې ،چې دغه هېواد له  اقتصادی ستونزو سره مخ کړی او د اقتصادی ستونزو په جوړولو سره په افغانستان کې له نوی نظام څخه امتیازونه ترلاسه کړی.

د مالی او اقتصادی بې ثباتۍ په ګډون د دغو ستونزو ترڅنګ د ارزی او نقدینه ګۍ مسایلو په ګډون نورو ستونزو هم شتون درلود ،چې باید پر هغو کامیابه کېدل د نقدینه ګی ستونزو لرې کول په هېواد کې د اساسی اقتصادی ستونزو د حل کولو لپاره دروازه پرانیستلی شی نن په هېواد کې د زیاتو بانکونو فعالیتونه که څه هم له ستونزو سره مخ دی بیا پیل شوی او خلک په تدریجی ډول په بانکونو کې د خپلو پیسو د لاس رسۍ په حال کې دی دا ښیی چې اسلامی امارت د سمسور او پرمختللی اقتصاد پر جوړولو ژمن دی.

افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې ډېر خراب اقتصادی حالت تجربه کړ، اسلامی امارت له هېواد څخه د پخوانی نظام د مشرانو په تېښتې سره یوه تشه خزانه او یو خراب اقتصاد تر لاسه کړ، خو د نوی نظام مسئولینو د هغه مسئولیت په درک کولوسره چې د خلکوپه وړاندې یې درلود د اقتصادی او پولی ناخوالو پر وړاندې پروګرامونه جوړ کړل او په تدریج سره بریالی شول ،چې حالت په مثبت رول بدل کړی، ځکه د اسلامی امارت له بیا بریالیتوبه مخکې او له هغه وروسته اقتصادی بیا رغونه او سمسورتیا اسلامی امارت ته یو لومړیتوب و.

اسلامی امارت د ودې په حال او د یو پرمختللی اقتصاد د جوړولو لپاره زیاتې هلې ځلې کړې دی، چې پر کورنیو منابعو ولاړ وی، د هېواد پر عایداتی سرچېنو تمرکز او د هغو سالم  مدیریت، خصوصی سکتور ته په قانونی ډول د یوشمېر کانونو ورکول او د هېواد په سترو کانونو کې د پانګونې لپاره له یو شمېر هېوادونو سره ګټورې اړیکې او خبرې د دې ښکارندوی دی، چې اسلامی امارت هڅې کوی په هېواد کې مالی او اقتصادی ثبات په کورنیو منابعو په تکیې سره تامین کړی.

له بلې خوا په دې وروستیو وختو کې افغان انجنیران او مهندسان بریالی شول، چې څو پوځی او ملکی الوتکې او نور درانده وسایط په هېواد کې ترمیم او بیا فعالیت ته چمتو کړی په داسې حال کې چې د دغو الوتکو او وسایطو د ترمیمولو او بیا فعالولو لپاره باید دولت په بهر کې میلیونونه ډالره لګول خو دغه کار په هېواد کې او په ډېر لږ لګښت ترسره شو. دغه کار له یوې خوا د سختو کارونو د تر سره کولو لپاره د افغان انجنیرانو ځواکمنی او وړتیا ښیی، له بله پلوه په کورنیو منابعو د تکیه کولو لپاره د اسلامی امارت اراده ښیی،  د اسلامی امارت اصلی هدف په ټولو اقتصادی شاخصونو کې د ثبات رامنځته کول او د کورنیو او بهرنیو پانګو د جذبولو لپاره د سالمې فضا برابرول دی او په دې لاره کې یې بریالیتوبونه هم ترلاسه کړی دی.

نن په افغانستان کې د اقتصادی مسئلو او د کوچینو او منځنیو اقتصادی پروژو خبره ډېره توده ده، چې خلکو ته د کار زمینه برابره شی خو سترو اقتصادی او پرمختیایی مسئلو ته فکر کول چې زیات وخت غواړی د اسلامی امارت د کار په لارښود کې ځای لری، ترڅو دغه اقتصادی ستونزې چې د افغانستان اوږد مهالې او لنډ مهالې ګټې ګواښوی له منځه یووړل شی.

باختر

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید