روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان کرېکټ بورډ: د کرېکټ معیاریتوب باید لومړیتوب وی

د افغانستان کرېکټ بورډ وایی‌: په هېواد کې د کرېکټ د لا ((ډېر معیاریتوب او پرمختیا لپاره یې)) یوه ۱۴کسیزه کمېټه جوړه کړې ده.دې کمېټې د افغانستان د کرېکټ بورډ له سرپرست میرویس اشرف او اجرائیوې‌ مشر نصیب خان سره لیدلی دی.د افغانستان کرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوې چې د ((بورډ عمومی رییس ښاغلی اشرف د کمېټې غړو ته ووېیل: هیله ده د کرېکټ ټول هغه اړخونه په ښه توګه روښانه کړئ، چېرې چې نیمګړتیاوې موجودې وی، د نیمګړتیاو د حل لپاره چټک ګامونه پورته شی او د کرېکټ معیاریتوب باید لومړیتوب وی.))

په دغې غونډې کې همدغه راز ملی لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوی په برخه کې د بدلون سپارښتنه هم شوې ده.اعلامیه وایی ،چې ((عبدالولی امین، دولت خان احمدزی، احمدشاه سلیمانخېل، رییس خان احمدزی، احسان عبید، نورالحق ملکزی، سلام افغان، نوروزمنګل، تاج ملوک عالم، الله داد نوری، محمد نظیم جار عبدالرحیمزی، منهاج راز، محمدخان او شاهد الکوزی)) غړی دی. دا ټول د افغانستان د کرېکټ‌ د ملی لوبډلې غړی او د بورډ کارکوونکی دی.د افغانستان کرېکټ بورډ داسې مهال دا اقدام کوی،‌ چې د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرېکټ‌ د ارزولو لپاره کاری کېمټه جوړه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید