روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان کرېکټ بورډ: د شپږیزه لیګ اتم پړاو سیالیو لپاره تیاری روان دی

افغان کرېکټ بورډ وایی: د شپږیزه لیګ اتم پړاو سیالیو لپاره تیاری روان دی او دوې ورځې وروسته به دا سیالۍ پیل شی.د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته ویلی، چې د شپږیزې په دې پړاو سیالیو کې د شپږو پر ځای اته لوبډلې برخه لری او په ټولو لوبډلو کې زیات شمېر ځوان لوبغاړی لوبېږی.که څه هم تېر کال ترسره نه‌ شوې ،خو سږ کال یې اتم پړاو لوبو ته یوازې دوې ورځې پاتې دی.د افغانستان کرېکټ بورډ وایی: د دې سیالیو لپاره په پراخه کچه تیاری روان دی.د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل:  (( د دې سیالیو لپاره کرېکټ بورډ پوره چمتوالی نیولی او په ډېر ښه شکل به د کابل په کرېکټ لوبغالی کې ترسره شی، د مینه والو د راتګ لپاره هم ترتیبات نیول شوی ، هیله داده چې زیات شمېر مینه وال به دا سیالۍ له نږدې ننداره کړی.))دی وایی: د شپږیزې په اتم پړاو سیالیو کې له تېرو کلونو سره په توپیر د شپږو لوبډلو پر ځای اته لوبډلې لوبېږی.هندوکش ستوری او پامیر زلمی دوه نوې لوبډلې دی چې سیالیو ته ورزیاتې شوې دی.د دې سیالیو په تېرو اوو پړاونو کې، کابل بازان، سپین غر پړانګان، بست ساتونکی، مس عینک اتلان، بند امیر ښاماران او د امو نهنګان لوبډلې لوبېدې.په ورته وخت کې د کرېکټ یو شمېر افغان څارونکی وایی: په کور دننه دغه ډول سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د روزلو لپاره خورا مهمې دی.د کرېکټ افغان مینه وال او څارونکی قسیم هلال وایی:  (( دا سیالۍ د کورنی کرېکټ له ټولو سترې سیالۍ دی، د لوبغاړو د عاید ښه سرچینه ده، که کرېکټ بورډ په هماغه شکل دا سیالۍ ترسره کړی چې د کوم هدف لپاره پیل شوی دی، نو دا د کورنی کرېکټ لپاره ډېرې مهمې دی، دا د ملی لوبډلې لپاره د نویو لوبغاړو د راپیدا کولو لپاره ډېرې مهمې دی.))شپږیزه کرېکټ سیالۍ پر کور دننه ډېر مینه‌وال لری، چې په پوره مینه په‌کې برخه اخلی، خو سږ کال لا معلومه نه‌ده چې څومره خلک به د دغو سیالیو نندارې ته ورشی.دا سیالۍ چې د روانې جولای میاشتې په اتلسمه په کابل کې د کرېکټ بورډ په لوبغالی کې پیلېږی د راتلونکې اګسټ میاشتې تر پنځمې دوام کوی او په ترڅ کې یې ټولې ۳۲ لوبې ترسره کېږی.د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ دا سیالۍ د ملی سپورت تلوېزیونی چینل له لوری په ژوندۍ بڼه ترسره کېږی.دا پر افغانستان د اسلامی امارت له دوهم ځل واکمنۍ راورسته د کرېکټ تر ټولو سترې کورنۍ سیالۍ دی، چې ترسره کېږی.د دې سیالیو د اووم پړاو پایلوبه د رحمان الله ګربز په لوبډل مشرۍ د کابل بازانو لوبډلې ګټلې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید