روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان ځواکونو په کندهار او هلمند کې طالبانو ته د درنه مر‌ګ‌ژوبلې اړولې

ملی دفاع وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې د افغان ځواکونو په جلا عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته ویلی ،افغان امنیتی ځواکونو د هوایی قواوو په ملاتړ د پنجشنبې په ورځ د کندهار ارغنداب، ژیړۍ او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د طالبانو په خلاف چاڼیز عملیات کړی دی.د ښاغلی امان پر وینا په دغو عملیاتو کې ۳۴ طالبان وژل شوی، ۲۲ نور ټپیان شوی او د دغې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوی دی.ده زیاته کړه، چې د ملی اردو ځواکونو د دغه ولایت په پنجوایی ولسوالۍ کې دطالبانو د ۱۶ بریدونو مخه هم نیولې ده.همداشان د افغانستان ملی دفاع وزارت په هلمند کې د هوایی بریدونو پر مهال د ۱۳ طالب جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.د دې وزارت د ویاند د مرستیال په وینا دا هوایی عملیات د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې شوی دی.فواد امان وویل: په دغو عملیاتو کې د طالبانو دری جنګیالی ټپیان شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید