د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې پر ضد روان عملیات د دې لامل شوی، چې زیات شمېر داعش جګړه ماران له خپلو کورنیو سره افغان امنیتی ځواکونو ته تسلیم شی. د جنوبی او مرکزی آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالۍ په ټویټر پاڼه کې لیکلی، چې په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد عملیاتو کې ((ریښتینی پرمختګ)) شوی، خو زیاته کړې یې ده، چې (( موږ باید ویښ واوسو.)) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې په افغانستان په ځانګړی ډول ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد د جګړې په ډګر کې د پام وړ پرمختګونه شوی او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې تر بشپړې ماتې پورې، له افغان حکومت سره همکاریو ته ژمن دی. وروسته له هغې چې تېره اوونۍ افغان حکومت په ننګرهار کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې اعلام وکړ، د هېواد د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابی او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو عمومی قوماندان سکاټ مېلر د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته تللی و. د ملی دفاع وزارت ویلی، چې دا افغان او امریکایی پوځی چارواکی د اچین د امنیتی وضعیت د څېړلو لپاره دغې ولسوالۍ ته تللی دی. د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې، د داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتی او د نظامی فشارونو له امله ۱۰۰۰ داعش جګړه ماران له خپلو کورنیو سره یوځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی. افغان حکومت په داسې حال کې د دغه هېواد په ختیځ کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې خبر ورکړی، چې د سیمې د اوسېدونکو پر وینا: لا هم د دغې سیمې
په ځینو غرنیو برخو کې داعش جګړه ماران حضور لری.