روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان ځواکونو د ازبېکستانی سختدریځو د مشر زوی وژلی

د افغانستان ملی د فاع وزارت وایی، ځواکونو یې د ازبېکستان د اسلامی غورځنګ د مشر زوی وژلی دی.ملی دفاع وزارت وایی: د اربېکستانی ((ترهګرو)) د تحریک مشر طاهر یولداش زوی (عزیز بولداش) د فاریاب د غورماچ ولسوالی په حاجی سعیدګل کلی کې وژل شوی دی.دفاع وزارت وایی، چې په دې عملیاتو کې د عزیز یولداش زوی حکمت یولداش ټپی شوی دی.د افغانستان دفاع وزارت وایی: عزیز یولداش د افغانستان د شمالی ولایتونو په ناامنیو کې د پام وړ برخه لرله. که د عزیز یولداش وژل کېدا تایید شی دا په وروستیو څو اوونیو کې د افغان امنیتی ځواکونو له لوری د خپلو دښمنانو د ځپلو په برخه کې مهم انکشاف ګڼل کېدای شی.تېره میاشت افغان امنیتی ځواکونو په غزنی کې د القاعده شبکې دویم درجه مشر ابومحسن المصری په یو لړ عملیاتو کې وواژه.د نوموړی وژل کېدو د امریکا متحدو ایالتونو تایید کړه.ولسمشر غنی د افغان امنیتی ځواکونو له لوری د المصری د وژل کېدو په غبرګون کې وویل: ملی امنیتی ځواکونو د هند نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې د مسوول ابومحسن المصری په وژلو سره ثابته کړه، چې د تروریزم ګواښ او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دی.د تیرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملی امنیت ریاست وویل: ځانګړیو ځواکونو یې د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د هند وچې لپاره د القاعده شبکې یو بل مهم مشر محمد حنیف وواژه.

ممکن است شما دوست داشته باشید