روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان ځواکونه د دښمنانوټول شوم پلانونه له منځه وړی

ارګ ، هېواد: د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د چهارشنبې په ماښام په ارګ کې د توحىد له ملی مرکز څخه د وىډىویی کنفرانس له لارې د غزنی له ملکی او نظامی مسوولانو سره د دغه ولاىت د وروستىو امنىتی پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.په دغه وىډىویی کنفرانس کې چې ىو شمېر لوړ پوړو دولتی چارواکو حضور درلود، د غزنی والی، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان، د پولىسو د ۳۰۳ سپىن غر زون قوماندان، د غزنی امنىه قوماندان او د ملی امنىت رییس ددغه ولاىت د عمومی امنىتی او ټولنىز وضعىت، په اړه معلومات وړاندې کړل.د غزنی والی جمهوررییس ته په دغه ولاىت کې د دولتی ادارو د فعالىت د پىلېدو او اړمنو ته د بشری مرستو د څرنګوالی په اړه معلومات ورکړل او وې وىل: مخابراتی شبکې، د اوبو شبکې او روغتیایی مرکزونه فعال شوی دی.ورپسې د کورنىو چارو وزارت ستر امنىتی معیىن، د ملی دفاع وزارت لوى درستىز، د ملی امنىت عمومی رییس او د سىمه‌ىىزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس هر ىو د خپلو اړوندو ارګانونو د فعالىتونو، پرمختګونو او ستونزو په اړه سپارښتنې او نظرىات شرىک کړل.جمهوررییس غنی د دوى د راپور له اورېدو وروسته په غزنی کې د هېواد د امنىتی او دفاعی ځواکونو مېړانه او زړورتوب وستاىه او ویې وىل: د غزنی ولاىت ستونزو ته د رسېدو په موخه به ټول لازم اقدامات و شی او د اړوندو ادارو مسوولانو ته ىې لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزو ته جدی رسىدګی وکړی.د هېواد جمهوررییس ووىل: ملی امنىتی او دفاعی ځواکونو تل په خورا سختو شراىطو کې له مځکنۍ بشپړتىا او خلکو څخه د دفاع په لار کې قربانی ورکړې ده او په دې ىې خوښی وښوده چې وسله‌وال ځواکونه د افغانستان د ټولو اقشارو .ملاتړ له ځان سره لری او په عالی روحىه د دښمنانو شوم پلانونه خنثا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید