د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د مخاراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایی، چې افغان پست شرکت په تېرو یوازې درېو میاشتو کې ۴۶ میلیونه او ۳۹۱ زره افغانۍ عواید راټول کړی دی.افغان پست شرکت څه باندې ۴۶ میلیونه افغانی عواید راټول کړېد یاد وزارت په وینا: دغه عواید یې د پاسپورتونو، د بهرنیو چارو وزارت تصدیق پاڼو او د الکترونیکی تذکرو د لېږد له لارې تر لاسه کړی دی.د دغه وزارت په خبره، دا پیسې یې مالیې وزارت ته سپارلې او د یاد بانک له لارې به د هیواد ملی بودجې ته وسپارل شی. د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت مخکې له دې هم ویلی وو، چې یوازې د موبایلونو د کریډیټ کارتونو د مالیې له لارې یې په میلیونونو افغانۍ عواید راټول کړی دی.