روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان مېلمانه باید څرنګه د اسلام اباد د ناوړه چلند ځواب ورکړی!؟

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته له وربلل شویو افغان مشرانو او جهادی لیډرانو سره سپکوونکی چلند وشو. له کانفرانس څخه یوې منبع چې نه غوښتل نوم یې یاد شی رسنیو ته ویلی چې د اسلام اباد دغه کانفرانس ته ورغلی افغان مېلمانه په خپل ورتګ پښېمانه دی ځکه په ډېره سپکه سترګه ورته کتل شوی دی. بلې خوا ته، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغان فعالانو پاکستان ته د پخوانیو جهادی مشرانو ورتګ پاکستان ته د دغو ډلو او ډلمشرانو د هغو پخوانیو خدمتونو امتداد بللی چې یادو ډلو د افغانستان د ورانونې په لړ کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په خوله کړی دی. د اسلام اباد د کانفرانس خپاره شوی عکسونه ښیی چې د پاکستان خارجه وزیر د مشر مېلمه په حیث پاس ناست دی او د افغانستان د حکومت سیاسی مخالف مشران، چې ویل کېږی پاکستان غواړی هغوی د افغانستان د حکومت پر ضد استخدام کړی، د ښوونځی د یوه ټولګی په څېر لاندې ناست دی.

دا د تمې پر خلاف تصادف دی، چې له دغو افغانانو سره چې پر پاکستان حساب کوی، داسې ناوړه چلند کېږی! په اصل کې دا غونډه کټ مټ لکه د مسکو د غونډې په څېر وه، چې هڅه کېده، د اسلام اباد غونډه هم د مسکو د دوو غونډو په څېر افغان حکومت چلنج کړی، یعنې دا کسان به د افغان حکومت پرضد را پارېدل او که له افغان حکومت سره د امریکا په مشرۍ د ناټو او نړیوالې ټولنې ملاتړ نه وای، نو هرو مرو به پاکستان یوځل بیا د مجاهدینو او طالبانو د حکومتونو او نظامونو په څېر د افغان حکومت پرضد بل حکومت جوړاوه، خو دا چې د هغوی سپکاوی شوی، نو دا د افغان حکومت په ګټه پېښه ده. افغانانو سر له اوسه د اسلام اباد دغه غونډه چې په کې د افغان حکومت مخالفین راټول شوی وو، غندلې او لکه د مسکو د غونډو په څېر، همداسې یې پرضد را پارېدلی. پاکستان د طالب او ترهګر تر څنګ د افغان حکومت دغه مخالفین هم جذبوی، چې په افغانستان کې پارونو ته لا پسې زور ورکړی او افغان حکومت تر فشار لاندې راولی! اوس دغه وربلل شوی بې عزته شوی ښاغلی  باید له اسلام اباده د خپل عزت د سپکاوی، تاوان واخلی او د دوی لپاره ښایی، چې د اسلام اباد په څېر ورته عمل لاس پورې  کړی! که داسې ونه شی، نو په کور د ننه ورپاتې عزت یې هم له خاورو سره خاورې کېږی! بلې خوا ته افغان حکومت باید د پاکستان د دغه ناوړه نیت پرضد عمل ښکاره او په سیاسی، اقتصادی  او پوځی برخو کې پر اسلام اباد فشارونه راوړی. افغان حکومت ته په کار ده، چې په پوځی ډګر کې له اسلام اباده را استول کېدونکی ترهګر او اورپکی وځپی او لا نور هم پر دغو ډلو بریدونو او چاپو اچولو ته زور ورکړی.

بل لوری افغان حکومت باید د هند په څېر له پاکستانه لومړی د ترهګرۍ د ځپلو عملی اقدامات ووینی او په دې برخه کې د پاکستان له ریښتینی عمله وړاندې له پاکستان سره هر ډول سیاسی تعلقات پرې کړی، په ځانګړې توګه ولسمشر غنی ته ښایی چې باید د افغانستان په وړاندې د پاکستان د ناوړه نیت او له افغانانو سره د هغوی د مخامخ جګړې له امله اسلام اباد ته پلان شوی سفر لغوه کړی! هندوستان هم د پاکستان د سولې غوښتنه ځکه نه ده منلې ،چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ضمانت یې نه دی ورکړی او په دې برخه کې یې عملی اقدامات نه دی کړی، افغان ولسمشر هم باید د هند د حکومت په څېر د پاکستان په وړاندې سیاست غوره کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید