روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان فلم ملی ادارې له شپږ و میاشتو ځنډ وروسته نوی فلم نندارې ته وړاندې کړ

د افغانستان د فلم جوړولو ملی ادارې، افغان فلم له شپږ میاشتې ځنډ وروسته د اسلامی امارت په چوکاټ کې کار پیل کړ.

دغې ادارې چې د کب په ۲۲ مه یې بېرته کار پیل کړ، د سالنګ د لویې لارې او د کمپنۍ د پُله په اړه دوه مستند فلمونه وښودل.د افغان فلم رئیس مولوی شفیع الله افغان وایی، د افغانستان د شل کلنې جګړې په اړه به هم یو مستند جوړ کړی چې په هغه کې به د ده پر وینا د افغانستان یو تریخ تاریخ نندارې ته وړاندې شی.نوموړی و ویل: (( سینما د ټولنې پر هره برخه اغېزه لری؛ په تېره بیا پر روحیې. موږ غواړو چې پر فلمونو او سریالونو کار وکړو، ښځې به هم راسره په کار کې برخه واخلی.»دی وایی، د افغان فلم کارکوونکو وکړای شول چې په کمو وسایلو دوه فلمونه جوړ کړی.په ورته وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر مرستیال عتیق الله عزیزی وایی، رسنۍ او سینما د اسلامی پوځ په جوړولو کې مهم رول لری.ده ویلی:((موږ افغان فلم فعال ساتو او د شل کلنې سختۍ او ورانۍ او د هغو کسانو په اړه چې له افغانستانه ووتل او نړۍ ته یې ناوړه تصویر پرېښود، فلمونه جوړوو، موږ دوی ته وایو چې خپل کار ته دوام ورکوو.))عزیزی د افغان فلم چارې وستایلې او غوښتنه یې ترې وکړه چې له افغانی کلتور سره سم فلمونه چې خلکو ته مثبت پیغام ولېږدوی، جوړ کړی.د اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو مرستیال او داسلامی امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل: ((د جهاد په لړ کې موږ له دوو قوتونو کار واخیست؛ یو له پوځی ځواکه او بل له ویدیوګانو چې موږ ته یې د سینما اهمیت راوښود.))مجاهد زیاته کړه، د ځوانانو د هڅولو، د هیواد د پرمختګ، آبادۍ، اسلامی ارشاداتو او نورو هغو برخو کې چې په هیواد کې ورته اړتیا ده، د ډېرو فلمونو جوړولو ته اړتیا لېدل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید