روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت ۵۲ نور طالب بندیان آزاد کړل

د ملی امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایی: د ولسمشر غنی د حکم په اساس د څرخی پله له زندانه ۵۲ نور طالب بندیان هم آزاد شول.ښاغلی فیصل دچهارشنبې په ورځ وویل: (( د ولسمشر غنی له فرمان سره سم وړمه ورځ هم د څرخی پله له زندانه ۵۲ طالب زندانیان آزاد شول څو، کورونا سره مبارزه او په سوله کی پرمختګ وشی.))د هغه د معلوماتو په اساس په دې سره د افغان حکومت له خوا د ټولو آزاد شوو طالب بندیانو شمېر ۹۰۲ کسانو ته ورسېد، چې په وینا ټاکل شوې چې یو شمېر طالب بندیان آزاد شی.امنیت شورا له طالبانو څخه هم غوښتی، چې د بندیانو آزادولو لړۍ چټکه کړی.ولسمشر غنی د ۱۳۹۸ کال کب پر ۲۰مه د سولې بهیر کې د پرمختګ او کورونا سره د مبارزې په هدف د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د آزادولو فرمان ورکړ.د ملی امنیت شورا وړمه ورځ وویل: که د سولې خبرې ژر پیلېږی، شاید نور طالب بندیان هم آزاد شی.بلخوا وسله والو طالبانو هم د ۲۰ بندی افغان سرتېرو د آزادولو خبر ورکړی دی.په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلی ،چې یاد بندیان وړمه ورځ په کندهار کې آزاد شوی ،خو امنیت شورا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.طالبانو تر دې مخکې هم په کندهار، لغمان او کندوز کې د ۱۱۲بندی افغان سرتیرو د آزادو خبر وکری و، خو امنیت شورا ویلی، چې د طالبانو له خوا یوازې ۱۰۷ بندیان حکومت سپارل شوی چې یوازې ۵۸ یې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو غړی دی.د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشی کول، د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون برخه ده چې څه موده مخکې په قطر کې لاسلیک شو.د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه، چې بین الافغانی خبری پیل شوی وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید