د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان حکومت یو ځل بیا له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو کنګل شتمنی آزاده کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په تازه څرګندونو کې ویلی، افغان حکومت له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی،خو پر وینا یې د نړیوالو په تېره د امریکا له لوری پر افغانستان اوسنی فشار د منلو نه دی.ده زیاته کړې، که امریکا په رښتیا د افغانانو لاسنیوی کوی،نو د دوی شتمنی دې آزاده کړی او تر څنګ یې دی پر مرکزی بانک اوسنی محدودیتونه پای ته ورسوی. بلخوا وړمه ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی هم پر امریکا غږ وکړ، چې د افغانانو شتمنی آزاده کړی. ښاغلی متقی وایی: د امریکا لپاره د ازمویښت وخت دی او د دې اړتیا ده، چې د افغانستان شتمنی آزاده شی،څو نړیوالې موسسې په ډاډه توګه افغانانو ته خپلې مرستې ولېږدولی شی.