د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان حکومت وایی : هند په افغانستان کې خپلې پروژې بېرته پیلولی شی. د قطر دفتر غړی او ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی دایمی استازی سهیل شاهین په تازه مرکه کې ویلی ،چې دوی له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.دده په خبره هند هم کولی شی د نورو هیوادونو په څېر په افغانستان کې دیپلوماتیک ماموریت ولری او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو لپاره خپلې پروژې پیل کړی. شاهین دغه راز وایی چې هند کولی شی دلته خپلې نابشپړې پروژې بشپړې کړی او تر څنګ یې نوې پروژې هم پیلولی شی.دده په خبره د افغان حکومت مسئولیت دی چې د هند د دیپلوماتیک ماموریت امنیت تامین کړی او دوی ته د دیپلوماتیک ماموریت بشری مرستو زمینه برابره کړی.