روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت: له ایران سره د اوبو په اړه نوې پرېکړه نه کېږی

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکی وایی: له ایران سره د اوبو په اړه هېڅ راز نوې هوکړه نه رامنځته کېږی.د دغه وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر په تازه څرګندونو کې ویلی له ایران سره د اوبو په تړاو هغه هوکړه د عملی کېدو وړ ده، چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوې ده.نوموړی زیاته کړې، چې ایران خپله ټوله حقابه تر لاسه کړې او له دغه هېواد سره د نوې هوکړې هېڅ امکان نشته دی.دغه افغان چارواکی ویلی: دوی له ایران سره د پخوانیو هوکړو پر بنسټ عمل کوی او په دې تړاو د افغان حکومت دریځ واضح دی.ښاغلی عمر وایی: له ایران سره هر ډول مذاکراتو ته تیار دی، خو له خپل حق نه تېرېږی او نه به هم د نوو هوکړو لاسلیک ته غاړه کېږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید