روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت د پاکستان ناسمې څرګندونې ردوی

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار په اسلام آباد کې رسنیو ته ویلی چې په کابل کې ناست هندی ډیپلوماټ په پاکستان کې خلک وژنی؟؟؟ ده زیاته کړه، چې ګنې هند په دې وروستیو کې په پاکستان کې لاسوهنې زیاتې کړې او اوس پر دې کار کوی چې څو وسله‌والې ډلې سره یو ځای او په پاکستان کې د جګړو نوی فصل پرانېزی. دی وایی، هند د بلوڅو څو وسله‌والې ډلې بی‌ار‌اې، بی‌اېل‌اې او بی‌اېل‌ایف سره یو ځای کوی چې هغه تر وروسته به په بلوچستان کې ناورین جوړ شی. مېجر جنرل افتخار وایی، په دې سربېره، هند هڅې ګړندۍ کړې چې جماعت الاحرار او حرکت الانصار ډلې هم له پاکستانی طالبانو سره یو ځای کړی او بیا یې د پاکستانی حکومت پر ضد وجنګوی. هلته یې په کراچۍ کې د الطاف حسین اېم‌کیو‌اېم ته ګوته ونیوله چې ګواکی دغې ډلې ته هم هند پیسې او وسلې ورکوی او ورباندې په کراچۍ کې خلک وژنی. بابر افتخار وایی، د دې ټولو دسیسو تر شا په کابل کې د هند په سفارت کې د کرنل راجیش په نامه، ناست استخباراتی ډیپلوماټ دی چې پرله‌پسې یې په پاکستان کې د ناامنیو لمبو ته لمن وهلې ده. د ده په خبره، هندی استخبارات په دې سربېره، اوس غواړی د پاکستانی داعش په نامه هم په پاکستان کې یوه بله وسله‌واله ډله جوړه کړی، چې یوازې پرې پاکستانیان وژنی.

پاکستانی چارواکی دا څرګندونې په داسې وخت کې کوی، چې افغان ځواکونو د طالب په نامه یرغلونو کې د پاکستان ملېشې هم له منځه وړې دی، په هلمند کې د طالبانو په جامه کې د پاکستان ملېشو یرغل وکړ، چې د سلګونو مړی یې یا له کرښې هغې غاړې ته واوښتل او یا هم د جګړې په ډګر کې پاتې دی، په کندوز کې هم د پاکستان ملېشې یرغلونه کوی او دغه راز د طالب په شمول ګڼې ترهګرې ډلې او القاعده د پاکستان ملېشې دی، چې د پاکستان له پلان، امر او قوماندې پر بنسټ پر افغانستان یرغلونه کوی او دلته یې د ترهګریزو بریدونو پر مټ افغان وژنې او د افغانانو د پرمختګ مخنیوی او دعامه تاسیساتو وارنولو ته زور ورکړی دی، د لویو لارو لوی او واړه پلونه او آن سړکونه هم د پاکستان په امر ورانېږی! افغانان داسې شواهد په لاس کې لری، چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې په مخامخ جګړه کې ښکېل دی او د افغانستان د سولې په مخ کې خنډونه را ولاړوی! دغه حالت د سترې اندېښنې وړ دی او افغانان هڅه کوی، چې په نړیواله کچه د پاکستان د دغه یرغل او مخامخ جګړې په اړه شکایت وکړی. بل لوری پاکستان چې د افغانستان تر څنګ یې د هندوستان، سیمې او نړۍ پرضد ترهګری او اروپکی کاروی، نو د هندوستان له سخت غبرګون سره مخ شوی او تازه په تازه یې په کشمیر کې پر کرښه له هندی عسکرو سره نښته کې سخته پوځی مرګ ژوبله لیدلې ده، د هندوستان لومړی وزیر نرېندرا مودی وېیلی، چې اوس هندی عکسر د ترهګرۍ ځالې هم له منځه وړلی شی او د ترهګرو کور ته هم ور اوښتی او په خپل کور کې یې هم له منځه وړلی شی! پاکستان د هندوستان دغه خبرداری او د ترهګریزو فعالیتونو غاښ ماتوونکی ځواب سخت وارخطا کړی نو یې د خپلو ناوړو اعمالو پټولو په موخه، پر افغانستان خوله  پرانیستې او داسې اوتې بوتې وایی،چې په بشپړه توګه له حقیقته لرې، بلکې خپله دا ټول په پاکستان کې دی. پر افغانستان هر ترهګر برید له پاکستانه پلانېږی او پاکستان په تمام عیاره مخامخ جګړه کې له افغانستان سره ښکېل دی. د افغانستان حکومت د پاکستان دا ادعا ردوی چې ګوندې افغان خاوره دې د دوی په خلاف کارول شوې وی. افغان خاوره د هېڅ ګاونډی هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او نه به چاته د دې اجازه ورکړی چې دا خاورې د نورو پر ضد وکاروی.خو افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې دی او افغانانو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ ګډې مبارزې ته اړتیا لری، افغانان د دې غوښتنه هم کوی، چې د ترهګرۍ ځالې دې له منځه یووړل شی، ځکه ترهګری د سیمې او نړۍ په مخ کې خطر ده. هندوستان په سیمه کې د افغانستان یواځینی مهم ستراتیژیک او تر ټولو مخلص ملګری هېواد دی، چې پر دوستۍ یې ویاړی او د هندوستان له همکاریو او مرستو د زړه له تله مننه کوی، افغانستان به له هندوستان سره دې مخلصانه دوستۍ ته لا پسې زور ورکوی او د پاکستانی چارواکو بې بنسټه څرګندونې به دا دوستی نوره هم پسې شیرینه او ژوره کړی.

پاکستان د ترهګرۍ په اړه څرګندونو کې خپل ځان باقی کوی او دا یې پر خپل ځان عریضه ده، له پاکستانه غوښتنه کوو، چې د ترهګرۍ له ملاتړه او په ځانګړې توګه د افغانستان پرضد له مخامخ جګړې لاس واخلی، ځکه په دې کې یې خیر نشته!

ممکن است شما دوست داشته باشید