روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت د ټاپی پروژې پلی کولو ته دټول په ټوله ژمن دی

د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدری د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وپاحاجیف  سره په لیدنه کې ویلی، چې افغان حکومت د ټاپی پروژې تطبیق ته پوره ژمن او همکار دی.د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی کابل ته په رسمی سفر راغلی او له افغان چارواکو سره یې په سوداګرۍ، دوه اړخیزو اړیکو او نورو مختلفو موضوعاتو خبرې کړی دی.د مالیې وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایی، چې د ترکمنستان دغه پلاوی د یکشنبې په ورځ د مالیې له وزیر سره کتلی دی.د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر حجه اوزوف د ټاپی پروژې رئیس محمد میرات امانوف ورسره مل پلاوی او د مالیې وزارت یو شمېر لوړ پوړو مسئولینو ګډون کړی و، چی پرمهال یې دواړو لوریو په افغانستان کی د ټاپی پروژې پر عملی پیلېدو خبرې وکړې.په دغې کتنه کې دمالیې وزیر وویل، چې د ټاپی پروژه د افغانستان او ښکېلو هیوادونو لپاره اړینه او ملی پروژه ده، او افغان او ترکمن ملتونه یې پلی کولو او راتلونکو پایلو ته سترګې په لاره دی.دمالیې وزیر همدا راز ډاډ ورکړ، چې  افغان‎ حکومت په بشپړ ډول د دې پروژې پلی کولو ته ژمن او همکار دی او د پروژې د پلی کولو په بهیر کې به هېڅ راز امنیتی او د نورو همکاریو په برخه کې ستونزه پېښه نه شی، څو دغه پروژه ژر تر ژره پیل شی.د مالیې وزارت د  معلوماتو له مخې،  د ټاپی پروژه څو پړاوونه لری او  لومړی پړاو یې د هرات ولایت له تورغونډۍ څخه پیل بیا تر ګذرې ولسوالۍ پوری غځیږی. دمالیې وزارت ویلی، چې ترکمن پلاوی  په دغې لیدنه کې د پروژې پر پانګونه چی ۵۸۸ میلیونه ډالره یې د ترکمنستان له لوری ورکول کېږی، تخنیکی مسایلو او د مځکو د استملاک چارو په اړوند هم خبری وشوې، چی سروې به یې ۲۰ ورځی وخت ونیسی.همدا راز د دواړو اړخونو په هوکړه د جنورۍ له ۲۰ چې نېټې وروسته د تخنیکی چارو او مځکو د استملاک د ارزونی په موخه افغانستان ته د تخنیکی ډلی دراتګ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه .د یادونی وړ ده، چې د ټاپی پروژې لومړی پړاو کې به د دې پروژې نږدې ۲۰ میلیونه امریکایی ډالره د پروژې په ورڅېرمه سیمو کی په ټولنیزو او رغنیزو چارو ولګول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید