روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت د هند د دیپلوماتیک حضور د زیاتېدو هرکلی وکړ

افغان حکومت د هند د دیپلوماتیک حضور د زیاتېدو هرکلی کړی او هغوی ته یې هر اړخیز ډاډ ورکړی دی.د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی وړمه ورځ هندی دیپلوماتانو ته هرکلی و وایه.ښاغلی متقی په دغه لیدنه کې هندی دیپلوماتانو ته ډاډ ورکړی، چې امنیت ته به یې پوره پاملرنه کېږی او د افغانستان خاوره به د هېڅ یوه هېواد پر ضد نه کارول کېږی.نوموړی ویلی، چې په تېر یوه کال کې هم بهرنیو دیپلوماتانو ته پاملرنه شوې او نوی حکومت د بهرنیو استازولیو او بهرنیو دپیلوماتانو امنیت خپل مسئولیت بولی.د یادونې وړ ده، چې هند، د تېر کال د اګست له پنځلسمې وروسته یې د ګڼو نورو هېوادونو په شان خپل دیپلوماتان له افغانستانه ایستلی وو.خو تېره میاشت یې له سفیر پرته کابو ټول دیپلوماتان بېرته کابل ته را واستول او پر دې سربېره یې له افغانستان سره د خوراکی او طبی توکو مرستې جاری وساتلې.

ممکن است شما دوست داشته باشید