روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت د قرغزستان او تاجکستان تر منځ پر نښته خواشینی ښودلې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدی نښتې د اندېښنې وړ بولی او پر اوښتو تلفاتو خپله خواشینی څرګندوی.د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، دغو نښتو دواړو غاړو ملکیانو ته هم ستونزې راولاړې کړی دی.نوموړی زیاته کړې: په ځانګړې توګه د قرغزستان لوری ته زرګونه ملکیان کډې کولو ته اړ شوی دی.دی وایی: ملکی تلفات او د ملکیانو بېځایه کېدل د خواشینۍ وړ دی.دی وایی، اسلامی امارت پر دواړو لوریو غږ کوی، چې سرحدی ستونزې د مذاکراتو او تفاهم له لاری حل کړی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندوی چې د نښتو دوام د ټولې سیمې پر امنیت او ثبات منفی اغېزې لرلای شی.سرچینې زیاته کړې، د پولې د دواړو غاړو ولسونه باید قربانی نه شی او یا بې‌ځایه کېدو ته اړ نه وېستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید