د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملی امنیت شورا وایی: د ولسمشر غنی د فرمان په اساس او له کورونا سره د مبارزې د هڅو په لړ کې ۷۱ طالب زندانیان د حکومت له زندانونو څخه خوشی کړل.د ملی امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر ټوېټر لیکلی، چې د ولسمشرغنی له حکم سره سم د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، ارزګان او بغلان له زندانونو څخه ۷۱ طالب زندانیان د هغوی عمر، روغتیا او د قید پاتې مودې ته په کتو له کورونا سره د مبارزې د هڅو په لړ کې خلاص شول.دا څلورمه ډله طالب زندانیان دی، چې د حکومت له زندانونو څخه خوشې کېږی.تر دې وړاندې هم ۳۶۱ طالب زندانیان د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه خلاص شوی وو او طالبانو هم شپېته زندانیان په کندهار، لغمان او بغلان ولایتونو کې آزاد کړی.بل لور ته په زندانونو کې د کورونا اندېښنو ته په کتو بېلابېلو جهتونو په حکومت او طالبانو غږ کړی،چې د زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه کړی او په دې توګه د محبسونو دننه د فاجعې له رامنځته کېدو مخنیوی وکړی.