د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان حکومت د سولې د خبرو په تړاو د اروپایی ټولنې او پاکستان ګډه اعلامیه مهمه بللې او هرکلی یې ترې کړی دی.د بهرنیو چارو وزارت ویلی، د دوی د نړیوالو شریکانو لهخوا د تاوتریخوالی کمولو او بیړنی اوربند غوښتنه د سولې خبرې پیاوړې کوی او د بریالیتوب چانس یې ډېروی.دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په خبرپاڼه کې ویلی، د سولې د خبرو داسې پایله به ټولو ته د خوښې وړ وی، چې جمهوری نظام او د افغانانو حقونه پهکې خوندی وی.د چهارشنبې په ورځ اروپایی ټولنې او پاکستان په بروکسل کې ګډه اعلامیه خپره کړه، چې پهکې یې د افغانستان د سولې وروستی پرمختګونه وستایل او د بشری اوربند غوښتنه یې وکړه.دوی وویل: سوله کې پرمختګ خپله افغان لوریو(( طالبانو او دولت)) پورې تړلی، خو ټینګار یې کړی چې داسې سوله باید راشی چې د بشری حقونو، اقتصاد، مدنی آزادیو او ډیموکراتیکو بنسټونه ساتنه یقینی کړی.