د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د برېتانیا د هغه دریځ هرکلی کړی، چې ویلی یې دی دوی په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت او تاوتریخوالی ملاتړ نه کوی. د بهرنیو چارو وزارت وایی، دوی د انګلستان د دغه دریځ چې د افغان حکومت د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوی او له اسلامی امارت سره تعامل ته ترجیح ورکوی. ستایی.سرچینې زیاته کړې، د دې حقیقت درک کول د قدر وړ دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات او له اسلامی امارت سره مثبت تعامل د سیمې او نړۍ په ګټه دی. د یادونې ده، چې کابل کې د برېتانیا سفارت شارژدافیر په تازه څرګندونو کې ویلی، چې دوی په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت او تاوریخوالی ملاتړ نه کوی.کابل کې د برېتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شورتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلی، دوی د تاوتریخوالی له لاری سیاسی موخو ته رسېدل غندی.هغه زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د دایمی ثبات غوښتونکی دی او په خبره یې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوی. دغه راز هغه ټینګار کړی، چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوی چې د برېتانیا خاوره په افغانستان کې د تاوتریخوالی د پلانولو او یا نورې مرستې لپاره وکاروی.برېتانیا پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې دغه ډول فعالیتونو او حرکتونو ته دې د خپلې خاورې د کارونې اجازه نه ورکوی.برېتانیا تر دې وړاندې هم ویلی وو، چې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوی او په دغه هېواد کې هر ډول تاوتریخوالی او وسله والې جګړې په کلکو ټکو غندی.