روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان نوی حکومت د کلیو دپراختیا وزارت د ۳۵۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۹۸بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.د دې وزارت له لوری په خپره شوې خبر پانه کې چې وړمه ورځ ناوخته خپره شوې ویل شوی دغه تړونونه د یاد وزارت د سرپرست او د ۲۷ ولایتونو اړوند د کلیو د پراختیایی شوراګانو تر منځ لاسلیک شوی دی.په خبر پاڼه کې ویل شوی د دې پروژو په تطبیق سره به شااوخوا ۱۸۳۰۰۰ کسان د څښاک د اوبو او حفظ الصحې له اسانتیاوو برخمن شی او د یادو پروژو د جوړولو چارې به د ځایی خلکو لپاره شااوخوا ۳۰۵۰۰۰ کاری ورځې هم رامنځته کړې.ددغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اوبو رسولو دغه پروژې په کلیوالی سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د ریاست له طریقه تطبیق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یونېسف له خوا تمویل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید