روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت د امریکا نوې مرسته پر کورنیو بېځایه شویو لګوی

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی چې له افغان کډوالو سره د امریکا نوې اعلام شوې مرسته به پر بې‌ځایه شویو کورنیو ولګول شی چې شمېر یې په زیاتېدو دی. ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ له هغو افغان کډوالو سره چې په افغانستان کې د وروستی امنیتی وضعیت له کبله زیانمن شوی د مرستې لپاره د بېړنیو مرستو له حسابه د ۱۰۰ میلیون ډالرو د ځانګړی کولو امر وکړ.د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند رضا باهر  ازادی راډیو ته وویل، دا مرستې تر اوسه افغان حکومت ته نه‌دی رسېدلې. ښاغلی باهر زیاته کړه چې ښایی د امریکا دا مرسته یا افغان حکومت ته ورکړل شی او یا هم د نړیوالو مرستندویو مؤسسو له لارې ولګول شی، خو ده زیاته کړه چې په هر حال کې د کورنیو بې‌ځایه شویو اساسی اړتیاوې به په لومړیتوب کې وی.ښاغلی باهر زیاتوی: ((دا مرستې چې د امریکا حکومت‌یې ژمنه کړې، د کورنیو بې‌ځایه شویو د لومړنیو اړتیاوو د رفع کولو پر چاره به ولګول شی. د دې لپاره چې لږترلږه د کورنیو بې‌ځایه شویو بشری ستونزې او اساسی اړتیاوې په روان بېړنی حالت کې رفع کړو، موږ به له دې مرستو کار واخلو څو په هېواد کې د یوې انسانی فاجعې مخه ونیسو.))د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په روان ۱۴۰۰ کال کې په ټول افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شمېر شاوخوا ۴۲ زره کورنیو ته رسېدلی چې ټول شمېر یې د اټکل سره سم دری لکو ته نږدې کېږی.د کورنیو بې‌ځایه شویو په شمېر کې په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې د جګړو له تودېدو سره سم نور زیاتوالی هم راغلی.سپینه ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وایی دا پیسې له هغو کډوالو سره د مرستې لپاره په پام کې نیول شوې، چې د افغانستان د روان وضعیت له کبله زیانمن شوی.د خبرپاڼې له مخې په دې مرستو کې هغه کسان هم په پام کې نیول شوی چې د امریکا د مهاجرت د ویزو غوښتنه ‌یې کړې ده.خبرپاڼه همداراز زیاتوی چې ښاغلی بایډن د امریکا د دولتی ادارو له‌خوا د همدې هدف لپاره د نورو ۲۰۰ میلیون ډالرو د لګښت اجازه هم ورکړې ده.له افغان کډوالو سره د امریکا دا نوې مرسته داسې مهال اعلامېږی چې د امریکا پوځ له افغانستان د وتلو د بهیر په وروستی پړاو کې دی او په عین حال کې غواړی هغه زرګونه افغانان هم د مهاجرت د ویزو د ځانګړی پروګرام په اساس وباسی چې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځ لپاره کار کړی، ځکه دا وېره شته چې دا ژباړونکی به د طالبانو له انتقامی حملو سره مخامخ شی.په افغانستان کې یو شمېر افغان ژباړونکی چې له امریکایی او برېتانیایی ځواکونو سره ‌یې کار کړی دی،تمه ده چې د دې ژباړونکو لومړۍ جوپه به د روانې جولای میاشتې تر پایه چې یوه اوونۍ ورته پاتې ده، د ویرجینیا ایالت په یوه پوځی اډه کې ځای پر ځای شی او هلته به دوی د خپلو ویزو د اداری مراحلو بشپړېدو ته انتظار پاتې شی.پنټاګون تېره دوشنبې وویل چې په دې اډه کې به دوه نیم زره کسان دېره شی. د بایډن اداره په امریکا کې دننه او بهر د نورو ځایونو په لټه کې هم ده څو دا افغان ژباړونکی او د هغو کورنۍ په‌کې ځای پر ځای کړی.د امریکا د استازو جرګې د تېره اوونۍ هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې امریکا ته د مهاجرت د ویزو د متقاضیانو شمېر ښایی اته زرو ته لوړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید