د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د جو بایډن په مشرۍ د امریکا له نوی جوړېدونکی حکومته وغوښتل، چې طالبانو سره پر پرېکړو او سولې بهیر باندې بیا کتنه او ارزونه وکړی او د افغانانو ترمنځ خبرې ژر پیل شی.سرور دانش وویل : سره له دې چې قطر کې نږدې دوه میاشتې وړاندې د سولې خبرې پیل شوی، خو دغو خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او جګړه لا پسې زیاته شوې ده.دده پر وینا، په قطر کې د سولې مذاکراتو د ځنډېدو اصلی لامل طالبان دی، ځکه په خپل دریځ کې نرمښت نه ښیی.ښاغلی دانش چې پرون یې په کابل کې په غونډه کې خبرې کولې وویل: د افغانستان حکومت د طالب بندیانو د خلاصون له امله تر نیوکو لاندی دی، ځکه چې ډېری خوشې طالب جګړه ماران بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوی دی.دانش زیاته کړه، افغان حکومت څو ځلې د سولې د مذاکراتو برخه کې خپل حسن نیت وښوده، طالب بندیان یې آزاد کړل، خو هغوی د خپلو ژمنو خلاف جګړې او تاوتریخوالی زیات کړی او د سولې په خبرو کې یې ځنډ راوستی دی. د نوموړی پر وینا، چې طالبان لا هم له القاعده او نورو ترهګریزو ډلو سره اړیکې لری او په دې برخه کې یې هم خپل تعهدات نه دی عملی کړی.تر دې وړاندې طالبانو افغان حکومت په دې تورن کړی و، چې ګوندې د جګړې ډګر یې تود ساتلی او د سولې خبرې یې له خنډ او ځنډ سرهمخ کړی دی.سرور دانش د جو بایډن په مشرۍ د متحده ایالنونو له نوی جوړېدونکی حکومته وغوښتل، چې په افغانستان کې واقعیتونو ته په کتو د سولې له پروسې سره مسوولانه چلند وکړی.بل خوا، طالبانو هم له جوبایډن غوښتی چې د دوحې پر تړون پاتې شی او خپل ځواکونه له افغانستانه وباسی.