د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان اسلامی امارت د القاعده د مشر ایمن الظواهری وژل کېدو ته په غبرګون کې وایی: دوی افغانستان ته د هغه د راتګ او اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لری.اسلامی امارت په خبرپاڼه کې ویلی، چې امریکا د محرم د میاشتې په دویمه په کابل کې پر یوه مسکونی کور هوایی برید کړی دی.د اسلامی امارت په خبرپاڼه کې ویل شوی، له برید دوه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه، چې په دغه برید کې یې د القاعده مشر ډاکتر ایمن الظواهری په نښه کړی دی.خو سرچینه زیاتوی، چې د افغانستان اسلامی امارت د ایمن الظواهری د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لری.په خبرپاڼه کې ویل شوی، د افغانستان اسلامی امارت مشرتابه کشفی او استخباراتی ارګانونو ته لارښونه کړې، چې د پیښې د مختلفو اړخونو په هکله هراړخیزه او جدی څېړنه وکړی.
اسلامی امارت ویلی: د افغانستان له خاوری څخه د امریکا په شمول هېچا ته خطر نه دی متوجه شوی، اسلامی امارت د دوحې هوکړی عملی کول غواړی او له هوکړی سرغړونی باید پای ته ورسېږی.په خبرپاڼه کې راغلی، دا چې امریکا زموږ پر حریم تیری وکړ او د افغانستان قلمرو یې نقض کړ، دایې له ټولو بین المللی اصولو سرغړونه او ظلم وکړ، چې موږ یې یوځل بیا په کلکو ټکو غندو.اسلامی امارت خبرداری ورکړی، چې د دا ډول پیښو د تکرار په صورت کې چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشی، د هر ډول عواقبو مسئولیت به د امریکا په غاړه وی.