روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت بهرنیو هېوادونو ته د څارویو پر لېږد بندیز لګولی

د افغانستان نوی حکومت بهر ته د څارویو پر صادراتو بندیز لګولی دی. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایی ،چې دا پریکړه وړمه ورځ د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو د استازو تر منځ غونډه کې شوې ده. د سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه وایی، چې د دواړو وزارتونو استازو پرېکړه کړې چې په ګډه به له امنیتی مسئولینو وغواړی چې بهر ته د څارویو د صادراتو مخنیوی وکړی. سرچینې دا نه دی ویلی چې د څارویو پر صادراتو ولې بندیز لګول شوی خو، تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول کیدل چې له هیواده څاروی ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړی ډول ایران ته قاچاق کېږی چې دې چارې په کور د ننه د غوښو بیې لوړې کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید